CRI Online

پسرلني جشن مبارک شه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې، د جنوري ٢٦ نېټه د چين دوديز جشن يعنی پسرلني جشن دی . د چينايانو لپاره پسرلني جشن په يو کال کې يو لومړنۍ مهم جشن دی . د پسرلني جشن په موده کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د لمانځنې فعاليتونه تر سره کېږي چې له دی امله زيات شمېر لرغونې دوديز دودونه لا تر اوسه هم پاتې دي. د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د پسرلني جشن د لمانځنې په موخه يو لړ په زړه پورې سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه د پسرلني جشن د لمانځنې په موخه يوه خوندوره سندره واورو.

( سندره ١)

ګرانو اورېدونکو، اوس به موږ په ګډه د چين د شان شي ولايت په شمال کې يوه مشهوره سندره واورو چې نوم يی دی سور فانوس ځړول.

( سندره ٢ )

له پسرلني جشن وروسته پنځلسمه ورځ د چين يو بل دوديز جشن يعنی د څراغ جشن دی. د دغې ورځې ماښام سپوږمۍ په نوي کال کې لومړۍ ځل ګردېږي چې د چينايانو لپاره د بيا غونډيدنې او د خوشاله ژوند د استازيتوب ځانګړی معنا لري .خلک په دغه ورځ د بياغونډيدنې د لمانځني لپاره د يوان شياو په نامه يو ډول خوندور خواړه خوري . اوس به موږ په ګډه د چين د شان شي ولايت يوه ولسی سندره واورو چې نوم يې دی د څراغ جشن لمانځل.

( سندره ٣ )

اوس به موږ په ګډه د شان شي ولايت يوه خوندوره ولسي سندره واورو .

( سندره ٤ )

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د شان شي ولايت په شمال کې يوه خوندوره سندره واورو .

( سندره ٥ )

ګرانو اورېدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای