CRI Online

پسرلنی جشن مبارک شه!

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو،د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د روان کال د جنوری شپږ وېشتمه نېټه د چين دوديز جشن يعنی پسرلني جشن و. دغه جشن د چينايانو لپاره په يو کال کې يو لومړنۍ مهم جشن دی . لومړۍ به موږ په ګډه د پسرلني جشن د لمانځنې په موخه يوه چيني نغمه واورو چې نوم يی دی خوشاله.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، چينايان پسرلني جشن ته په درنه سترګه ګوري چې ددغه جشن له يوې مياشتې مخکې د کورونو پاکولو او د خوراکي او ژوندی د ورځنی چارو توکيو د اخيستلو په ګډون د تياريانو کارونه تر سره کوي.د پسرلني جشن په موده کې زيات شمېر دوديز فعاليتونه تر سره کېږي. اوس به موږ په ګډه د پسرلني جشن د لمانځنی لپاره يوه خوندوره نغمه واورو چې نوم يی دی نېکمرغه راغلی ده.

( سندره ٢ )

د لوېديځو هېوادونو د کرسمس اختر په شان په چين کې د پسرلنی جشن څخه يوې ورځ مخکې خلک له بېلا بېلو ځايونو څخه خپلی کورونو ته ځي او له خپلو کورنيو سره يو ځای د نوی کال هرکلی کوي. د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی خوښ ماښام .

( سندره ٣ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای