CRI Online

د وايلون غږونکی نينګ فنګ له خوا غږول شوی بهرنی موسيقی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:20

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د ځوان وايلون غږونکی نينګ فنګ له خوا غږول شوی يو لړ بهرنی موسيقی وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه د ايټاليا د نغمی جوړونکی انتونيو بازيني له خوا يوه جوړه شوی نغمه واورو.

( نغمه ١ )

نينګ فنګ په ١٩٨١ کال کې د چين په جنوب لويديځ سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې زېږېدلی دی. هغه له څلور کلنۍ څخه د وايلون د غږولو زده کړې کړی او په پنځه کلنۍ کې يی د لومړۍ ځل لپاره پرانيستې نندارې ته وړاندی کړی . هغه په ١٩٩٢ کال کې د سه چوان د موسيقی پوهنځی په مربوط منځنی ښوونځی کې د چين وايلون له مشهور پوه هو وی مين څخه زده کړه وکړه . تر سختو سياليو وروسته يی د بريتانيا د شاهي کورنی د موسيقی پوهنځی پوره سکالرشپ تر لاسه کړ او له څلور کلونو وروسته يی غوره پرمختګونه تر لاسه کړل.

نينګ فنګ څو ځله د وايلون په نړيوالو سياليو کې جايزی تر لاسه کړی او کله کله د کاڼاډا او جاپان په ګډون د نړۍ د ٤٠ هېوادونو او سيمو په بله کنسرټونه تر سره کړی . هغه په وار سره د نړۍ له ځينو مشهورو هنري ډلو سره همکاری کړی چې په نړۍ کې زيات شمېر اورېدونکي ورجلب کړي دي. د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د نينګ فنګ له خوا د يوه غږول شوی نڅا نغمه واورو. ( نغمه ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو نغمو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای