ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړې ته مو زه ليلا هرکلی کوم! په ننني پروګرام کې به تاسو اورېدونکو ته د چين د ځوانې سندرغاړې ليو وی له خوا ويل شوی يو څو سندری وړاندې کړو. لومړۍ به موږ په ګډه يوه ولسی سندره واورو چې نوم يی دی د مارچ درېيمه نېټه او د سپتمبر نهمه نېټه. په دغه سندره کې د چين د ٥٦ قومونو د وګړيو ترمنځ همغږی ژوند څرګندېږي.
( سندره ١ )
ليو وی د چين په جنوب جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې زېږېدلې ده او ددې پلار او مور د يوه اوپيرا لوبغاړي دي . ليو وی د ماشومتوب په موده کې له موسيقی او نڅاوو سره مينه درلوده. په ١٩٩٣ کال کې يې د هانګ جو د ښوونکو پوهنځی د موسيقی له څانګې څخه فارغ شوه او د چين د ولسی سندرو او نڅاوو په سيالۍ کې يی ګډون کړی چې د سپينو زرو جايزه تر لاسه کړی ده. په راتلونکې کال کې يی د جه جيانګ ولايت په استازيتوب د ځوانو سندرغاړو په تلويزيوني سيالۍ کې دوهم مقام وګاټه. ورپسی ليو وی د چين د سمندري ځواکونو د سياسي اداری په اړه د سندرو او نڅاوو په ډله کې ومنل شوه او په راتلونکو کلونو کې يی هر کال يوه يا دوی غوره سندری اورېدونکو ته وړاندی کړی او د دوی ستاينې يی تر لاسه کړي دي.
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د ليو وی له خوا يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی د سپوږمۍ رڼا.
( سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |