CRI Online

د چين د جيانګ سو ولايت ولسي سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:15

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړې ته مو زه ليلا هرکلی کوم! په نننی پروګرام کې به تاسو ته د چين د جنوب ختيځ جيانګ سو ولايت يو څو خوندوری سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه يوه په زړه پورې سندره واورو چې نوم يی دی د ولی ونه. په دغه سندره کې په ځمکو کې د کارکولو په وخت کې د وګړيو د خوشالی احساسات څرګندېږي.

( سندره ١ )

جيانګ سو ولايت د چين د جنوب ختيځ د يانګ ځه سيند په منځنی او لاندينی برخو کې پروت دی او ښکلی طبيعی منظری لري.له لرغونې زمانې راهيسی جيانګ سو يو سمسور ولايت او په کې کرنيزی چاری په چټک ډول پرمختګ کړی دی. د جيانګ سو ولايت ولسي سندری د دغه ځای په شان ښکلی او غوره دی.

په چين کې يو ډول ځانګړی ولسي سندری شته چې شياو دياو نومېږي چې جوړښت يی بشپړېږي.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د شياو دياو په ډول د جيانګ سو ولايت يوه په زړه پورې ولسي سندره واورو چې نوم يی دی په جيانګ سو کې ښکلی منظری.

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای