CRI Online

د چين د تايوان سندرغاړی وانګ ژوه لين

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:15

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام دغې کړې ته مو زه ليلا هرکلی کوم! په نننی پروګرام کې به تاسو ته د چين د تايوان سندرغاړې وانګ ژوه لين له خوا ويل شوی يو څو په زړه پورې سندری وړاندی کړو.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د تايوان سندرغاړی وانګ ژوه لين له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يی و Let's start from here .

د وانګ ژوه لين د لومړي البوم جوړونکی ددی پلار وانګ جه پينګ دی . وانګ جه پينګ د تايوان د سندرو يو مشهور جوړونکی دی چې د زيات شمېر مشهورو سندرغاړيو لپاره يی سندری جوړ کړي دي. که څه هم هر ځله له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وانګ ژوه لين نه غواړي د خپل پلار نوم ياد کړي، خو هغې هېڅ کله د موسيقی د زده کړو په بهير کې پر خپل ځان د پلار اغېزه نه ده رد کړی.

وانګ ژوه لين له دولس کلنۍ څخه د ګيتار د غږولو زده کړې کړي او په شپاړس کلنۍ کې يی ننداری ته وړاندی کړی. وانګ ژوه لين په نولس کلنۍ کې خپل لومړنۍ البوم خپور کړ چې د اورېدونکو او د اړوندو پوهانو زياتې ستاينې تر لاسه کړی.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د وانګ ژوه لين له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يی دی For no reason .

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای