CRI Online

د چين د مشهور سندرغاړی د وانګ هونګ وی يو ځانګړی کنسرټ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:15

ګرانو اورېدونکو، د ٢٠٠٨ کال په پای کې د چين مشهور سندرغاړی وانګ هونګ وی د ويانا په طلايی سالون کې خپل ځانګړی کنسرټ تر سره کړ . وانګ هونګ وی د دغه کنسرټ په ترڅ کې د چين د لويديځې سيمې ولسی سندری او هم د چين يو شمېر مشهوری سندری ويلي دي چې د چين او د بهرنيو هېوادونو د اورېدونکو تود هرکلی تر لاسه کړی. د چيني او بهرني موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه کنسرټ ځينې ځلاندې برخې وړاندی کړو. ( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د ويانا په طلايی سالون کې د وانګ هونګ وی له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يی و په هغه ليري ځای کې.

د ويانا په طلايی سالون کې د خپل ځانګړی کنسرټ د بريالۍ کېدو لپاره وانګ هونګ وی او اړوندو کارکوونکو يی له يو کال مخکې چمتوالی نيولی وه. هغه هيله څرګنده کړه چې اروپايی نندراچيانو ته يو ځلاند کنسرټ وړاندی کړي چې له چيني ځانګړتياوو څخه ډکه وي.وانګ هونګ وی د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم په يوه بيوزلۍ کورنۍ کې زېږېدلی او د خپل مور له امله يی د ماشومتوب په موده کې له موسيقی سره مينه درلوده. هغه په نوموړی کنسرټ کې د قزاقي او مغولي قومونو او د شان شي او ګان سو ولايتونو ولسي سندری وويلې. د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د وانګ هونګ وی له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يی دی الاموخان . ( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای