ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د ځوانې سندرغاړې پان جيون له خوا ويل شوی ولسی سندری وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه ددی له خوا يوه ويل شوی سندره واورو .
(سندره ١ )
پان جيون د چين يوه ځوانه سندرغاړې ده چې د چين په منځنی هو نان ولايت کې زېږېدلې ده او د وو هان د موسيقی له پوهنځی څخه فارغ شو. په ١٩٩٨ کال کې پان جيون د چين د پوليسو د سياسي اداری هنري ډلې د يوې سندرغاړې په توګه د سندرو په ويلو پيل وکړ او په وروستيو کلونو کې يی د چين د ځوانانو د سندرو په زياتو سياليو کې زياتي جايزې تر لاسه کړي دي.
پان جيون د چين د هنرمندانو له پلاوی سره يو ځای له استراليا، نوي زيلنډ او روسيې څخه ليدنې کړی چې د دی د ځانګړی أواز او ښکلې بڼې له امله زيات شمېر بهرني نندارچيان راجلب کړي دي. د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د پان جيون له خوا يوه ويل شوی خوندوره ولسی سندره واورو.
( سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |