CRI Online

د اويغوري قوم سندرې

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:15

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړې ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د اويغوري قوم په خپلواکه سيمه کې وګړي په سندرو او نڅاوو کې ډېر وتلي او تکړه دي. په ننني پروګرام کې به زه تاسو ګرانو اورېدونکو ته د اويغوري قوم يو څو خوندوری او په زړه پورې سندرې وړاندې کړم. لومړی به موږ په ګډه د اګوژګولي په نامه يوه خوندوره سندره واورو .

( سندره ١ )

اويغوری قوم د چين ملي لږکيو قومونو له ډلې څخه يو مهم قوم دی چې نفوس يی زيات دی او په عمده توګه د شينجيانګ د اويغوري قوم په خپلواکه سيمه کې اوسېږي.

ځکه چې شينجيانګ د وريښمو لرغونې لارې يوه مهمه برخه ده، نو په دغه سيمه کې موسيقی د لويديځې اسيا، فارسي او د عربي سيمو د موسيقۍ ځانګړتياوې تر لاسه کړې دی، بر سېره پر دې، د ازبک او تاتار په ګډون د ځينو ملي لږکيو د موسيقۍ د اغېزو او د اوږدې مودې د پرمختګ له امله يی خپل ځانګړی سبک رامنځته کړی دی.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د اويغوري قوم يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی الابالی خان.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای