CRI Online

د پان جيون له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:15

ګرانو اورېدونکو، د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د ځوانې سندرغاړې پان جيون له خوا ويل شوی ولسی سندرې وړاندی کړو. لومړۍ به موږ په ګډه د پان جيون له خوا د هو نان ولايت يوه ولسی سندره واورو.

(سندره ١ )

پان جيون د چين يوه غوره ځوانې سندرغاړی دی چې د چين په منځنی هو نان ولايت کې زېږېدلی او د وو هان د موسيقی له پوهنځی څخه فارغ شو. پان جيون په ١٩٩٨ کال کې د چين د پوليسو په سياسي هنري ډله کې ګډون وکړ . هغې په وروستيو کلونو کې څو ځلې د هېواد د ځوانانو د سندرغاړيو په سياليو کې جايزی تر لاسه کړی او تر اوسه پورې د دې د سندرو البومونو زيات شمېر اورېدونکي راجلب کړی دي.

د يوې سندرغاړې په توګه پان جيون د چين د هنرمندانو له پلاوی سره يو ځای د استراليا، نوي زيلند او روسيې په ګډون له يو شمېر هېوادونو څخه ليدنې کړی او د بهرنيو نندارچيانو تود هرکلی هم تر لاسه کړی دی.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د دغې ځوانې سندرغاړی پان جيون له خوا د چين د شمال ختيځ سيمې يوه ولسي سندره واورو .

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقی د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای