CRI Online

د چين د ملي لږکيو د دوديزې موسيقۍ او نڅاوو ځانګړې نندارې

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:15

ګرانو اورېدونکو، د جون په ١٣ نېټه د چين د کلتوري ميراثونو له څلورمې ورځې سره برابره وه. د چين کلتور وزارت د ملي لږکيو د دوديزې موسيقۍ او نڅاوو يو لړ ځانګړی ننداری جوړې کړی ، د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دغو نندارو ځينې ځلاندې برخې وړاندې کړو. هيله ده چې د خوښۍ وړ مو وګرځي.

( سندره ١ )

د چين حکومت تل د کلتوري ميراثونو ساتنې او خپرولو ته پاملرنه کوي. په ٢٠٠٦ کال کې د چين حکومت پرېکړه وکړه چې له ٢٠٠٦ کال څخه د هر کال د جون دوهمه شنبه د چين د کلتوري ميراثونو د ورځې په توګه وټاکل شوه. روان کال د چين د جوړېدو له ٦٠ مې کاليزې سره برابر ده، دغه راز د چين د کلتوري ميراثونو د ورځې د رارسېدو په وخت کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې ډول ډول فعاليتونه جوړ شول. د يادو شويو نندارو له لاری د چين د ملي لږکيو د دوديزو موسيقۍ او نڅاوو ځانګړتياوې وښودل شوی چې په کې د هېواد په کچه د نامادی کلتوري ميراثونو په لېست کې د لسو ولايتونو د ١٤ ملي لږکيو ځانګړی دوديزې موسيقۍ او نڅاوې نندارچيانو ته وړاندی شوی .

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د ملي لږکيو د دوديزې موسيقۍ او نڅاوو د ځانګړی ننداری ځينې ځلاندې برخې واورېدې. د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدی ځای پای ته ورسېده. روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای