CRI Online

د ګنګ ليان فنګ له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:10

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د مشهورې سندرغاړې ګنګ ليان فنګ له خوا يو شمېر په زړه پورې ولسی سندری وړاندی کړو، هيله من يو چې د خوښۍ او پاملرنې وړ مو وګرځي.

(سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د مشهورې سندرغاړې ګنګ ليان فنګ له خوا يوه ويل شوی ولسی سندره واورېده چې نوم يې و کوچنی وری بېرته کور ته تللی. په دغه سندره کې په کليوالو سيمو کې د ماشومانو ساده ژوند څرګندېږي.

مېرمن ګنګ ليان فنګ د بېجينګ د پوځي سيمې د جنګی ملګرو د سندرو او نڅاوو په هنري ډله کې يوه ځانګړی سندرغاړې ده. د تېرې پيړۍ له شپېتمې لسيزې څخه ګنګ ليان فنګ په پر له پسی توګه د سندرو ويلو په برخه کې زده کړې کړې او خپل ځانګړی سبک يی رامنځته کړی دی. مېرمن ګنګ ليان فنګ څو ځله د چين په هنري نندارو کې جايزې تر لاسه کړی دي. ددې له خوا زيات شمېر ويل شوی سندری ثبت او البومونه يې جوړ شوي دي.

د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د ګنګ ليان فنګ له خوا يوه ويل شوی ولسی سندره واورو چې نوم يی دی ګلی پران الوتل.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای