CRI Online

د الاتانچېچګه له خوا ويل شوی مغولي سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:10

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د مغولي قوم د مشهورې سندرغاړې الاتانچېچګه له خوا ويل شوی مغولي سندری وړاندی کړو. لومړی به موږ په ګډه ددی له خوا يوه ويل شوی مغولي سندره واورو چې نوم يې دی بای جي سيند.

(سندره ١ )

مېرمن الاتانچېچګه په ١٩٥٥ کال کې زېږېدلی ده او د ماشومتوب له مودې يې د سندرو له ويلو سره مينه درلوده . له منځنۍ ښوونځی څخه له فارغېدلو وروسته الاتانچېچګه د چين د شمال لوېديځ ملي پوهنځی په هنري څانګه کې زده کړې وکړې او په ١٩٨٣ کال کې يې د کورنۍ مغولستان د راډيويی هنري ډلې د يوې ځانګړې سندرغاړې په توګه ګڼل شوی ده.

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د الاتانچېچګه له خوا يوه ويل شوی مغولي سندره واورو چې نوم يې دی کوچنی زيړ اس . بياڼ

( سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای