ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د چين د مشهورې سندرغاړې يو شو چين له خوا ويل شوی يو شمېر په زړه پورې سندرې وړاندی کړو. لومړی به موږ په ګډه د يو شو چين له خوا يوه ويل شوی ولسي سندره واورو چې نوم يې دی د ګلانو چترۍ.
(سندره ١)
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د سندرغاړې يو شو چين له خوا يوه ويل شوی ولسي سندره واورېده چې په هه نان ولايت کې ډېره مشهوره ده. يو شو چين په ١٩٦٢ کال کې د شان شي ولايت په يوه هنرمنده کورنۍ کې زېږېدلې ده. ددی پلار او مور ټول هنرمندان دي . دغه راز يو شو چين د خپل ماشومتوب له مودې څخه د بېجينګ، جين او کون په ګډون اوپيراګان ويلی او په ١٣ کلنې کې يې د شان شي ولايت د هنري ښوونځې د بېجينګ اوپيرا په والګي کې زده کړه وکړه او ٥ کاله وروسته يې د دغه ولايت د بېجينګ اوپيرا په هنري ډله کې کار وکړ. تر هغه وروسته مېرمن يو شو چين د چين د دونګ فانګ په نامه د سندرو او نڅاوو په هنري ډله کې شامله شوه. اوس به موږ په ګډه د يو شو چين له خوا يوه ويل شوی خوندوره سندره واورو.
(سندره ٢ )
ګرانو اورېدونکو ، د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د يو شو چين له خوا يوه ويل شوی ولسي سندره واورو.
(سندره ٣ )
ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |