CRI Online

د اژوخان له خوا ويل شوی مغولي سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:10

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د مغولي قوم د ځوانې سندرغاړې اژوخان له خوا يو شمېر ويل شوی په زړه پورې سندری وړاندی کړو.

(سندره ١)

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د اژوخان له خوا يوه مغولي سندره واورېده چې نوم يې و په أسمان کې باد. په دغه سندره کې د مغولي قوم د وګړيو فعاله ژوندانه  روحيه او د راتلونکی په اړه يې ښه هيله څرګندېږي.

اژوخان د کورني مغولستان په کورچين سيمه کې زېږېدلی ده. هغی د ماشومتوب په موده کې د سندرو له ويلو سره ډېره مينه درلوده او وروسته يې د چين د مرکزي ملي پوهنتون د موسيقۍ په څانګه کې زده کړه وکړه .اژوخان نه يوازی د مغولي قوم ولسي سندری ، بلکی د لوېديځو هېوادونو د اوپيراګانو په ګډون ډول ډول نورې سندری هم ويلی دي.

(سندره ٢)

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د اژوخان له خوا د مغولي قوم د شينو يوه سندره واورېده. په دغه سندره کې په چمن کې ښکلی منظری او له چمن او ژوند سره دمالدارانو مينه څرګندېږي. دغه سندره د اژوخان له خوا د مغولي سندرو په يو البوم  کې شامله شوې. په دغه البوم کې ١٤ سندری شته چې د هان او مغولي د دوو قومونو په ژبو ويل شوې دي.

ګرانو اورېدونکو، د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د اژوخان له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی سپين مرغه.

(سندره ٣)

ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای