CRI Online

د چين لوېديځې سيمې سندری

cri     (GMT+08:00) 2009-10-20 17:24:10

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د چين لوېديځې سيمې خاوره او ځمکه پراخه ده ، له اوږدې مودې راهيسې په دغه سيمه کې اقتصادي پرمختګ وروسته پاتی دی. د دغې سيمې د چټک پرمختګ لپاره د چين حکومت د تېرې پيړۍ د نهمې لسيزې له پای څخه راپدېخوا د لوېديځو برخو سيمو د پرمخبيولو ستراتيژی پلې کړی چې موخه يې د ٢١ پيړۍ په منځنۍ موده کې په بنسټيزه توګه د يوې نوې لوېديځې سيمې جوړول او ابادول دي چې په کې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ چټک او د وګړيو ژوند ثابت او ډاډمن شي. اوس به موږ په ګډه د چين لوېديځې سيمې يوه په زړه پورې سندره واورو چې نوم يې دی په لوېديځو سيمو کې سندری ويل.

(سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس په لوېديځو سيمو کې د سندرو د ويلو په نامه يوه سندره واورېده . د چين لوېديځې برخې اوسنې چټک پرمختګ د چين د عصري کېدو ابادۍ په بهير کې يوه مهمه برخه جوړوي. دغه سندره په ٢٠٠٠ کال کې د چين د مشهور شاعر چو يوان او د مشهور نغمه جوړوونکي اين چينګ له خوا جوړه شوی چې په کې د خپل وطن د ابادۍ لپاره د لوېديځو برخو سيمو د وګړيو باور او هيلې ترې څرګندېږي.

ګرانو اورېدونکو ، د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه يو ځل بيا د چين په لوېديځو سيمو کې د سندرو ويلو په نامه سندره واورو چې د مشهور سندرغاړی وانګ هونګ وی له خوا ويل شوی .

(سندره ٢)

ګرانو اورېدونکو ، د دغو خوندورو نغمو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . زه ليلا يم ، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای