CRI Online

ژوری اوبه او سوزان اور

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

د چين په تاريخی اسنادو کې ليکل شوی چې دوه زره کاله دمخه د ين پاچا کوای خپل شاهی تخت د صدر اعظم زوی ځه ځه ته ورکړ، خو جنرال شه بی او شهزاده ځه پين په ځه ځه پاندی بريد وکړ، مګر دوی دواړه د جګړې په ترڅ کې د ځه ځه لخوا ووژل شول چې په نتيجه کې د ين په ملک کې ګډوډی رامنځته شوه. په داسی حال کې د ين د ګاونډی هېواد چی پاچا د دې فرصت په استفادې سره په ين باندی بريد وکړ او د ين ملک د خلکو په هر کلی او ملاتړ يی ژر بری وموند. په دې وخت کې د چی پاچا ډير مغرور شو او و يی غوښتل چې د ين ملک له ستونې څخه تېر کړی. هغه منفوسيوس ته وويل چې ين زمونږ نه وړوکی هېواد نه دی، خو مونږ يوازی دپنځوسو ورځو لپاره ور باندی غلبه وموندله چې دا د خدايی غوښتنه ده، که مونږ ين اشغال و نه کړو، دا د خدای د غوښتنې په خلاف ده او را ته سزا راکړی او مصيبت به راباندی ولويږی. ستاسو په نظر مونږ ين اشغال کړو که نه؟ منفوسيوس پاچا ته ځواب ورکړ او و يی ويل چې دا د خدای غوښتنه نه ده، بلکې د خلکو غوښتنه ده. ځکه چې د ين پاچا په خپلو خلکو باندی ظالمانه تسلط تحميل کړ، تاسو اعلحضرت ور باندی حمله وکړه، نو د ين خلکو به ګمان کاوه چې تاسو د اوبو او اور څخه د دوی د بچ کولو سره مرسته وکړی. د ين خلکو د ډوډۍ او اوبو په وړلو سره ستاسی د اردو هرکلی کوی، ايا دوی بل مقصد لری؟ نه ، دوی نور مقصد نه لری، بلکې يوازنی مقصد يی له ژورو اوبو او سوزيدونکی اور څخه د ځان بچ کول دي. که تاسو د ين ملک اشغال کړی، خو د ين خلک ازاد نه کړی، نو لکه اوبه نورې ژورې او اور نور سوزان شی او د خلکو کړاونه به نور هم زيات او سخت شی. په بله ژبه ويل کيږی چې د ين خلک به د يوه حاکم نه د بل حاکم سره مخامخ شی. د منفوسيوس له خبرو څخه يو متل جوړ شو چې وايی ژورې اوبه او سوزان اور. دغه متل د هغو خلکو کړاونه تشبيه کوی چې د ظلم او استبداد په لمبو کې سوزيږی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای