CRI Online

فلزي استحکامات او په خندقونو کي ايشيدلي اوبه

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

دغه متل چه فلزي استحکامات او په خندقونو کي ايشيدلي اوبه ، هغه ښار تشبيه کوي چه د دښمنانو د بريد په مقبابل کي ډير محکم دی . کيسه يي دا ده چه وايي دوه زره کاله دمخه د چينګ په سلسله کي دفان يانګ په ولسوالي کي يو منور چه کواي تونګ نوميده ، د ډير فصاحت خاوند و . په هغه وخت کي د چينګ د سلسلې د ظالمانه تسلط په مقابل کي د چن شن په مشرۍ د بزګرو شورش وشو ، د چن شن تر لاس لاندي د وو چن په نامه يو جنرال و چه دده تر رهبرۍ لاندي بزګرو فان يانګ ته پرمختګ مخه وکړه . په دي حساسه وخت کي کوان تونګ د فان يانګ ولسوال ته وويل چه زه د فان يانګ يو معمولي اوسيدونکی يم ، په دي نسبت چه ته به ډير ژر مړ شي او په خاص ډول ستا د مرګ سره د ډاډګيرانې او خواخوږی دپاره دلته راغلم . مګر له دي امله زه راغلی يم چه ستا ځان هم له مرګ څخه وژغورل شي ، نو تا ته مبارکي هم وايم . ولسوال ډير حيران شو او فکر يي وکړ چه دده خبرې ګواکي سمې وي ، نو ور ته يي سلام واچاوه او و يي ويل چه ته ولي داسي وايي چه زه به ژرمړ شم ؟ کوان تونګ ځواب ورکړ چه څه نا څه لس کاله کيږي چه د ولسوال دنده دي په غاړه اخيستې ده او په دې موده کي دي ډير کسان وژلي او د ډيرو کسانو لاسونه دي پرې کړيدي .په حقيقت کي دا زمونږ د ولسوالۍ د خلکو دپاره اسان کار دی چه ته يي وژني ، مګر دوي د چينګ د جزايي قانون څخه ويريږي . اوس په هيواد کي ګډوډي راپيدا شوي او جزايي قانون هيڅ رول نه لری ، ايا دا وخت ژر نه رسيږي چه ستا په خيټه باندي چاقو ښخ شي؟ ولسوال بيا تپوس وکړ چه ولی تا بياوويل چه زه به د مرګ څخه ستا ځان ژغورلي شم ؟ کوان تونګ ور تهوويل چه جنرال وو چن اوريدلی دی چه زه يو مشهور منور يم ، نو غواړي چه زما نظريې واوري . زه به ژر دده سره ملاقات وکړم او غواړم چه ور ته به پيشنهاد وکړم چه فان يانګ محکم دی ، خو ولسوال له مرګ څخه ويريږي او غواړي چه تسليم شي ، که تاسي ولسوال ووژنې ، نو نور ولسوالان به په ټينګ عزم د خپلو ښارونو دفاع وکړي او هر ښار به محکم شي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای