CRI Online

الوچه چې په خيال کې راځی، تنده له منځه ځی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

په ننني ژوند کې هر څوک دا تجربه لري چې د خوږو او تروو ميوو په ياد يی، سمدلاسه خولی اوبه کړي وي، لکه د الوچې په خوړلو سره چې د خولې نه اوبه توی شی. په لرغونی چين کې يو مشهور ستراتيژيست چې څاو څاو نوميده، د خلکو د روحې نعکاس څخه يې په چانک ډول استفاده وکړه چې په نتيجه کې يې دغه په زړه پوری قصه چې وايی الوچه چې په خيال کې راځی، نو تنده ماتيزی، د کلونو کلونو راهيسی په چين کې هره کورنی په دی ښه پوهېږي. قصه داسی ده چې يوه ورځ هوا ډېره ګرمه ده، د څاو څاو په مشرۍ زيات شمېر عسکر د مارش په لاره کې ډېر تندی وو او شونډی يې وچاوديدی، خو هېڅ اوبه يې پيدا نه کړې، د سختې تندی په اثر د عسکر د وړاندی تګ سرعت هم قرار شو. په داسی حال کې څاو څاو د عسکرو په مخ کې وړاندی خوا ته ځای په سترګو ونيو او و يې ويل چې په نژدی ځای کې د الوچې يو ځنګل دی. عسکر چې د ده خبره واورېدله، په دماغ کې يې الوچې وګرزيدی، نو تنده يې سمدستی ماته شوه. وروسته د دې قصې څخه يو متل جوړ شو چې وايی الوچه چې په خيال کې راځی، تنده له منځه ځی. دغه متل په داسی حال کې استعماليږی چې يو سړی خپله ارزو نشی تر سره کولی، نو د تخيلاتو له لارې خپل زړه تسکينوی. د دې متل په شان يو بل چينايی متل دی چې اويی د لوږی د ماتولو لپاره په زمکه وچه ډوډۍ کاږی او دغه جمله د څاو څاو د زوی له خوا چې څاو پی نوميده او د وی ملک امپراطور و، خپره شوه. وايی چې يوه ورځ څاو پی له خپل نژدی وزير نه چې لو يو نوميده، وغوښتل چې د ده په شان د يو هوښيار او وفادار چارواکی سپارښتنه وکړی، نو لو يو جن چون نومی چارواکی امپراطور څاو پی ته معرفی کړ. څاو پی وويل جن چون په رښتيا بااستعداد شخصيت دی، خو لا پخوا مې هغه وپېژند، نور دی معرفی کړې. لو يو بيا نور څو تنه نامتو شخصيتونه معرفی کړل، څاو پی وويل شهرت د بااستعداد کسانو د انتخابولو معيار نه دی، شهرت د هغه وچه ډوډی غوندی چې په زمکه کښل شوې ده، نشی يې خوړلی. دغه متل هم د ځان تسلی دلپاره د پوچ خيال مفهوم لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای