CRI Online

د کب سترګه د ملغلری ځای نيسی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

د دغه متل معنی دا ده چې جعلی شی د رښتيانی شی، ارزان شی د قيمت شی او ښه جنس د بد کيفيتاه شی په ځای کيږی. په يوه قصه کې داسی ليکل شوی وو چې سپين هډوکی د فيل د غاښ او د کب سترګه د ملغلری په شان ده. د دې متل قصه دا ده چې وايی پخوا يو سړی و چې مان يون نوميده، په يوه ګوښه ځای کې يی په خپلو ټولو پيسو يوه غټه ملغلره واخيستله، کور ته له بېرته راتګ وروسته يی يوه ښکلی صندوق چې جوړه کړه او ملغلره يی پکې وساتله. هغه له دې ملغلرې سره ډېره مينه درلوده او په يوه پټ ځای کې يی ساتله او هيچا ته يی د کتلو اجازه نه ورکوله. د ده يو ګاونډی و چې شو ليان نوميده، دا خبره يی اورېدلۍ وه ځې مان يون يوه غټه ملغلره اخيستې ده. يو اور يی د کب يوه لويه سترګه لاس ته راوړه، ګمان يی کاوه چې دا ملغلره ده، نو هم يی په يو پټ ځای کې وساتله او نورو ته يی د کتلو اجازه هم نه ورکوله. هغه نورو ته وويل چې زه هم يوه غټه ملغلره د مان يون د ملغلرې په شان لرم. لږه موده وروسته دوی دواړه په يو وخت او يو شان ناروغۍ اخته شول او ډاکتر ته ورغلل. ډاکتر له معاينې وروسته دوی ته وويل تاسی دواړه په يو شان ناروغۍ اخته شوي او د دې ناروغۍ د علاج لپاره يو ډول درمله ته اړتيا شته او په دغه درمله کې بايد د ملغلرې پودر واچول شی. ور پسی دوی دواړو سمدستی په جلا جلا توزه خپل ساتل شوې ملغلره او د کب سترګه له کوره يووړلی او ډاکتر ته يی ورکړی. مان يون خپله صندوق چې خلاصه کړه، ډاکتر له کتلو وروسته مان يون ته وويل دا په رښتيا يوه ارزښتناکه ملغلره ده. ډاکتر بيا له شو ليان څخه پوښتنه وکه چې ستاسی ملغلره چېرته ده؟ شو ليان په لاس کې نيول شوی د کب سترګه ډاکتر ته ورکړه، ډاکتر له کتلو وروسته په شکا شو او و يی ويل چې دا خو ملغلره نه ده، بلکې په سمندر کې د يوه لوی کب سترګه ده او د کب سترګه هېڅکله د ملغلرې ځای نشی نيولای، البته د کب د سترګې پودر ستاسی ناروغی هم نشی جوړولی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای