CRI Online

په څاڅکی څاڅکی اوبو تيږه سوری کېږي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:30

د سون په سلسله کې يو ولسوال و چې جان ګوای ای نوميده، يوه ورځ هغه يو خزانه دار وليد چې له خزانی څخه ووت او يوه سکه يې په جيب کې واچوله. ولسوال خزانه دار راوغوښت او پوښتنه يې وکړه چې دا سکه د چا ده؟ د خزانه دار په فکر يوه سکه بی ارزښته ښکاريده، نو بی له ترديد نه يې ځواب ورکړ چې دا سکه می له خزانی نه اخيستې ده. ولسوال په غوصه شو او د تحقيق په پاڼه کې يې داسی وليکل چې که څه هم يو سکه کوم ارزښت نه لري، که څوک هره ورځ يوه دانه سکه غلا کړي، نو په زرو ورځو کې زر سکې غلا کېداي شي. سره له دې چې پړی تيره نه دی، خو که لرګی ورباندی وسولول شي، تر زيات وخت وروسته لرګی هم پری کولی شي. همدا رنګه څاڅکی اوبه زيات قوت نه لري، خو تر کلونو کلونو وروسته څاڅکی څاڅکی اوبه د ډبرې په منځ کې سوری جوړوی. نو زانه دار بالاخره د ولسوال له خوا ووژل شو. له دې نکل څخه يو متل جوړ شو چې وايی څاڅکی څاڅکی اوبه ډبره سوری کوری، معنی يې دا ده چې که څوک په ټينګ عزم سره خپل کوښښ ته دوام ورکړي، حتمأ به کامياب شي.

څه مرض څه دوا.

دوه زره کاله مخکې د چين يو مشهور ډاکتر و چې هوا تو نوميده. يوه ورح والی نی حيون او بل سړی ليو ين په يو وخت د ناروغۍ د تداوي لپاره ډاکتر هوا تو کور ته لاړل. دوی دواړه تبې نيولی و او سرونه يې خوږيدل. ډاکتر هوا تو تر معاينې وروسته دوی ته وويل نی حيون بايد مسهل وخوری. دوی د ډاکتر له تشخص څخه ډېر حيران شول او پوښتنه يې وکړه چې زموږ د ناروغۍ علامه يو شان ده، ولی درمل يې بيل دی. ډاکتر هوا تو وويلد نی حيون ناروغی د زيات خوراک د خوړلو له امله رامنځته شوې، خود ليو ين ناروغی د سړو وهلو په اثر پيدا شوې ده. که څه هم د ناروغۍ علامه مشابه ده، مګر د تداوی طريقه يې بيله ده. دوه ناروغان چې د هوا تو له خوا د ليکل شوي نسخې له مخې يې درمل وخوړ، ژر جوړ شول.د دې متل معنی دا ده چې هره مسئله بايد د واقعيت سره سم حل و فصل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای