CRI Online

د پسه سر ځوړند دی، خو د سپی غوښی خرڅيږی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:36

وايی چې د چی ملک د پاچا يوه عجيبه علاقه وه چې په شاهی ماڼۍ کې يی له خدمتګارو نجونو څخه وغوښتل چې د نارينه وو جامې واغوندی څو چې د ده سره يو ځای لوبې وکړی. خو د ده د اټکل نه وتلی خبره دا ده چې کله دغه خبر هېواد ته خپور شو،د خلکو په منځ کې يو فيشن وګرځيده. ور پسی په ټول هېواد کې ښځو د نارينه وو جامې واغوستې،نو په نتيجه کې د ښځو او سړو ترمنځ هېڅ توپير نه ليدل کيده، دا غير عادی پديده وه، په دې نسبت پاچا ډېر په قهر شو او سمدستی يې يو ځانګړی حکومت هېوادوالو ته صادر کړ چې که ښځه د سړي جامه واغوندی، جامه به يی څيری او د لاس بند به يی مات شی. د پاچا په اند ګواکی د دې سخت تدبير په نيولو سره د هغې پديدې مخه ونيوله شی چې ښځې د نارينه وو جامې اغوندی. مګر نتيجه بل ډوله شوه. که څه هم د ځينو ښځو جامې څيری شوی او بندونه يی مات شول. خو لا هم ډېرو ښځو د نارينه وو جامې اغوستی. يوه ورځ پاچا له وزير يان ځه څخه پوښتنه وکړه چې حکم می صادر کړی دی، خو ولی ډېرې ښځې لا هم د نارينه وو جامې اغوندی؟ ياين ځه ځواب ورکړ چې تاسی په شاهی ماڼۍ کې خدمتګارو نجونو ته اجازه ورکوی چې د نارينه وو جامې واغوندی، خو دغه عمل ملکی ښځو ته غيرمجاز دی. لکه څنګه چې د مغازې په بهر کې د غوا سر ځوړند دی، خو په دننه کې يی د أس غوښې خرڅيږی. خلک به څنګه ستاسو د امر مراعات وکړی؟ تاسی ولی لومړی په شاهی ماڼۍ کې دغه حکم نه تنظيموی، که داسی وی، نو ملکی ښځې به طبيعأ ستاسو د حکم څخه سر و نه غړوی. کيسه يی دا ده، خو د يوه متل په توګه عمومأ داسی ويل کيږی چی د پسه سر ځوړند دی، خو د سپي غوښې خرڅيږی، دغه متل د جعلی شيانو په واسطه د نورو غولولو مفهوم لری يا کوم تجارتی مال د کيفيت له نظره د خپل نامه سره سم نه دی او يا د ښکلي نوم څخه په ناوړی استفادې سره بد کار کوی. د دې متل سره يو بل مشابه متل دا دی چې ډبره د قيمتی ډبرې په توګه خرڅيږی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای