CRI Online

اشتباه ګانی اصلاح کوی او په نوی ژوند پيل کوی

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:36

د چين د هان د سلسلې په لومړی دوره کې يو ډاکتر چې چون يو يی نوميده، د ډيرو ناروغانو د علاج نه وروسته يی ډير شهرت ومونده، خو طبعأ ځينی ناروغان لا هم نشوای علاج کولی. نو يو وار يوه شتمن شوداګر په دې نسبت په چون يو يی باندی دعوه وکړه او و يی ويل چې د ده ښځه د ډاکتر چون د طبی نسخی لمهې د درملو د خوړلو نه وروسته نه يوازی دا چې ناروغ نه ده جوړه شوې، بلکی لږه موده وروسته يی مړه شوې ده. نو ډاکتر چون ته حکم ورکړ شو چې د محاکمې دلپاره سمدستی پلازمېنې ته وليږدول شی، په دې وخت کې ډاکتر چون ډير وارخطان شو او د ده پنځو لوڼو هم په چغو چغو وژړل. ډاکتر چون د بی چاره ګی په حال کې داسی وويل يوازی ګنا می دا ده چې زوی نه لرم، په دې اضطراری وخت کې دومره زياتې لوڼې می هېڅ رول نه لری. په دې وخت کې کشرې لور يی چې تی يی نوميده، پلار ته يی وويل چې غواړم چې ستاسو سره يو ځای پلازمېنې ته لاړه شم. ور پسی تی ين له پلار سره يو ځای پلازمېنې ته ورسيده او امپراطور ته يی يو ليک وړاندی کړ او پکې يی وليکل چې پلار می يوازی يوه ټيټه رتبه مامور دی او محلی خلکو د ده سپيڅليتوب او صداقت ډيره ستاينه وکړه، خو اوس د مربوط قانون له مخې زما پلار ته بايد بدنی مجازات ورکړی شی يعنی په مخ باندی به داغ ايږدی ولګول شی او پوزه به يی پری کړی. که زما پلار ته بدنی مجازات ورکړی شی، سره له دې چې وروسته به غلطه محاکمه سمه کړی شی، خو د دايمی شرم په وړلو سره به د ده د نوي ژوند د پيل لپاره ګټه و نه لری. غواړم چې د حکومتی لارې د خپلې اشتباه د اصلاحولو فرصت ورکړی شی. امپراطور د دې ليک د لوستلو وروسته ډير متاثر شو او همدردی يی څرګنده کړه، نو په دې وجه ډاکتر چون د بدنی مجازاتو څخه بچ شو او ور پسی د امپراطور د امر سره سم د بدنی مجازاتو قانون هم ژر منسوخ شو. وروسته ډاکتر چون د طبی چارو څېړنو ته دوام ورکړ اوپه يوه مشهور ډاکتر بدل شو.د دې متل مفهوم ډير ساده او څرګند دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای