CRI Online

په هوا کې هوايی ماڼۍ

cri     (GMT+08:00) 2009-10-27 10:00:36

د دې متل مفهوم د حقيقت نه ليری تيوری، پلان يا کوم بل خيالی شی تشبيه کوی. کيسه يی دا ده چې وايی ډېره پخوا په يوه غرنی کلی کې يو بډای و چې عقل يی ډېر کم او هميشه يی احمقانه کار کاوه، نو د کليوالو لخوا مسخره کيده. يوه ورځ بډای د بلی کلي د يوه بډای کره مېلمه و او و يی ليدل چې د ده دری پوړيز کور ډېر ښکلی او جګ دی، نو ډېر اقشوش يی وکړ او فکر يی وکړ چې زه د ده نه هم بډای يم، هغه د يوه ښکلی او چګ کور خاوند دی، خو زه لا هم په عادی کور کې اوسيږم. بېرته کور ته دستنيدو نه وروسته يی سمدستی نجاران او نور کارګران راغونډ کړل او تری تپوس يی وکړ چې په ګاونډی کلی کې هغه نوی او ښکلی ودانی د چا لخوا جوړه شوې؟ کارګرانو ځواب ورکړ چې زمونږ لخوا جوړه شوې. بډای ډېر خوشحاله شو او و يی ويل چې ډېر ښه دی، زما لپاره به هم داسی ودانی جوړه کړې. کارګرانو فکر کاوه چې احمق بډای به کوم بل احمقانه کار وکړی. کارګران د بډای د حکم سره سم د ډول ډول لرګيو او خښتو په اخيستلو بوخت و او په خپلو کارونو يی پيل وکړ. يوه ورځ بډای د کور جوړولو پروژې ته لاړ او دی خوا ها خوا ته يی وکتل، په تعجب يی له هغو کارګرو څخه چې د بنسټ ايښودلو په کار لګيا دي، پوښتنه وکړه چې تاسی څه کار کوی؟ کاګرو ځواب ورکړ چې مونږ ستاسو د سفارش لمخې يوه دری پويزه ودانی جوړوو. بډای فورأ په غټ اواز وويل چې بيخی سم نه دی، هيله می دا ده چې يوازی د ودانۍ دريم پوړ جوړ کړی او نور دوه پوړونه مه جوړوی. کارګرانو چې دبډای خبرې يی واوريدې، په پړق وخندل او و يی ويل چې مونږ د داسی ودانۍ د جوړولو لياقت نه لرو چې يوازی پورتنې پوړ ولری، مهربانی وکړی چې تاسی پخپله يی جوړ کړی. کارګران لاړل او بډای د کور د بنسټ په څنګه هکپک پاتی شی ځکه چې احمق بډای نه پوهيده چې د نړۍ ډېر هوښيار کارګر هم هغه ودانی نشی جوړولی چې يوازی پورتنی پوړ ولری او نور لاندنی دوه پوړونه يی نه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای