CRI Online

د شانګهای په نړيوال هنري فسټيوال کې په زړه پورې چيني او بهرنۍ نندارې

cri     (GMT+08:00) 2009-11-04 15:06:42

    ګرانو اورېدونکو، د روان کال په اکتوبر کې د چين د شانګهای يوولسمې دورې نړيوال هنري فسټيوال پرانيستل شو.

(غږ ١)

د نړۍ ٢٣ هېوادونو او سيمو هنرمندانو په دغه نندارتون کې ګډون درلود او نندارچيانو ته يې يو شمېر په زړه پورې او ځلاندې اوپيراګانې وړاندی کړی. د چين د هو بی ولايت د اوپېرا تياتر له خوا جوړه شوې د وانګ جاو جيون په نامه د ملي نڅاوو لويه اوپيرا او د موناکو د مونټ کارلو د بالټ هنري ډلې له خوا جوړه شوی نڅاګره ډرامه په ياد شوی فسټيوال کې د نندارچينانو تود هرکلی تر لاسه کړی.

د شانګهای د نړيوال هنري فسټيوال د دايمي سبک له لاری په پرانيستونکو مراسمو کې يو لړ ملي اوپېراګانې ننداری ته ايښودل شوی .د دغه فسټيوال په موده کې د چونګ چينګ ښار له خوا ښودل شوی اوپېراګانې د دغه ښار د هنر د لوړې سويې استازيتوب کوي. له ١٩٩٩ کال څخه راپدې خوا د شانګهای د نړيوال هنري فسټيوال لس دورې په بريالۍ توګه تر سره شوې. د نننۍ فسټيوال اصلي موضوع د هنر له لارې خپل زړونه روښانه کول دي. د يوې مياشتې په موده کې به جملتأ ٥٥ چيني او بهرني اوپېراګانې وښودل شي چې ٢٧ بهرنی او ٢٨ چيني اوپېراګانې دي.

د کلاسيک هنر ښودنه او د نوښت لټونه د شانګهای د نړيوال هنري فسټيوال دايمي موخه ده . د دغه فسټيوال مشر ښاغلي چن شنګ لای وويل

(غږ ٢)

زيات شمېر مشهورو سندرغاړيو او هنري ډلو په ننني فسټيوال کې نندارې وړاندې کړي چې د دغه فسټيوال کيفيت لوړ شوی دی.

د ولادمير اشکنازي او ما يويو په ګډون د موسيقۍ زيات شمېر نړيوالو مشهورو پوهانو او غږونکو په ياد شوي هنري فسټيوال کې نندارې کړی . د موناکو د مونټ کارلو د بالټ هنري ډله د نړۍ د بالټ په لسو مشهورو هنري ډلو کې يوه ده. د سيندريلا په نامه د بالټ ډرامه د لومړۍ ځل لپاره په چين کې د نوموړې هنري ډلې له خوا وښودل شوه او د نارينه وو په سترګو کې د ښځو نڅاوو په نامه د دغې هنري ډلې له خوا ښودل شوې عصري نڅا د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې نندارې ته وړاندې شوی .د مونټ کارلو د هنري ډلې د ګرځنده نندارې مسؤل ديدير لانګلايس خبريالانو ته وويل د شانګهای په نړيوال هنري فيسټيوال کې د ګډون لپاره موږ شانګهای ته ولاړو او دوه نندارې مو چمتو کړې. موږ غواړو نندارچيانو ته په زړه پورې او خوندورې نندارې وړاندې کړو.

بر سېره پر دی ، د ارجنټاين نڅاګره اوپېرا ، د سکاټلنډ عصري نڅا ، د المان ډرامه او د بلجيم د ماشومانو د ډرامې په ګډون يو شمېر ځلانده اوپېراګانې د لومړي ځل لپاره د اسيا په ستيج ښودل شوې دي .

د هارلم د ځوانۍ هنري ډلې چې په امريکا کې د هېواد په کچه د يوې مشهورې هنري ډلې په توګه ګڼل کېږي، د لومړي ځل لپاره يې د شانګهای په نړيوال فسټيوال کې ګډون وکړ. دغې هنري ډلې په خپله ننداره کې د چين ملي ترانه وويله چې د نندارچينانو تود هرکلی يې تر لاسه کړ. ددغې هنري ډلې مشر او لارښوونکي تېرنس ورايت خبريالانو ته وويل ( غږ ٣)

دغه فيسټيوال ډېر ځلانده او په زړه پورې دی، موږ خوشحاله يو چې دلته د المان او چين په ګډون د نړۍ د دومره زياتو هېوادونو له وګړيو سره يو ځای ډول ډول نندارې وړاندې کوو.

د دغه فسټيوال په موده کې د يو لړ نړيوالو نندارو د معاملې غونډو زيات شمېر سوداګران راجلب کړي دي. دغه هنري فسټيوال د هنرمندانو او نندارچيانو يو جشن ګرځېدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای