CRI Online

د جو لي چيون له خوا د کلاسيک ملي اوپېراګانې يو ځانګړی کنسرټ

cri     (GMT+08:00) 2009-11-11 16:38:48

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. په دې وروستيو ورځو کې د چين د اوپېرا او د بالټ تياتر يوې ځوانې سندرغاړې جو لي چيون په بېجينګ کې د چين د کلاسيک ملي اوپېراګانې يو ځانګړی کنسرټ جوړ کړی چې د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې په برخه کې يې خپل خدمتونه کړی دی. د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دغه کنسرټ ځينې ځلاندې برخې وړاندې کړو.

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د جو لي چيون له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يې و سپيڅلی اوبه او نيلی رنګه أسمان. جو لي چيون په ١٩٨٧ کال کې د چين د موسيقۍ په پوهنځې کې له مشهور پوه جين تيه لين څخه د سندرو ويلو زده کړه وکړه او تر فراغت وروسته يې د چين د اوپېرا او بالټ په تياتر کې د يوې ځانګړې سندرغاړې په توګه ټاکل شوی ده. جو لي چيون د سندرو په ويلو کې ډېره تکړه ده او څو ځله يې خپل ځانګړی کنسرټونه جوړ کړی دي. بر سېره پر دې هغه د المان، سويزرلنډ او کاناډا په ګډون له ځينو هېوادونو څخه هم ليدنې کړی چې د بهرنيو هېوادونو د وګړيو تود هرکلی يې تر لاسه کړی دی. اوس به موږ په ګډه د جو لي چيون له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی يو شمېر سيندونه او غرونه.

دغه سندره د ليو هو لان په نامه په يوه اوپېرا کې يوه مشهوره سندره ده . دغه اوپېرا د چين د ښځينه اتلې ليو هو لان د کيسې له لاری جوړه شوی چې په بريالۍ توګه د چين د کمونست ګوند د ځوانې غړې ليو هو لان زړه وړ توب څيرې څرګندونه کوي.

(سندره ٢ )

ګرانو اورېدونکو ، د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د ځوانې سندرغاړې جو لي چيون له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چې نوم يې دی په هونګ هو سيند کې روانې اوبه.دغه سندره د هونګ هو سيند پر غاړه د سور رنګ ګارډ په نام د يو فلم سندره او په چين کې ډېره مشهوره يوه سندره ده .

(سندره ٣ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د اوپېرا او بالټ تياتر د ځوانې سندرغاړې جو لي چيون له خوا د کلاسيک ملي اوپېراګانې په يو ځانګړی کنسرټ کې ځينې ځلاندې برخې واورېدې. د يو شمېر په زړه پورې سندرو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای