ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د ګوی جو ولايت له ولسي سندرو سره سم يو شمېر جوړ شوی په زړه پورې نغمې وړاندې کړو. لومړی به موږ په ګډه د ګوی جو ولايت د يي قوم د ولسي سندرې يوه نغمه واورو چې نوم يې دی د لوړی منظره.
(نغمه ١)
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چين د يي قوم يوه نغمه واورېده چې نوم يې و د لوړی منظره. د يي قوم خلک په عمده توګه د چين په جنوب لوېديځې سيمه کې ژوند کوي، په دغه سيمه کې ښکلی منظری شته . د يي قوم په زيات شمېر ولسي سندرو کې له دغې سيمې سره د وګړيو مينه څرګندېږي.
ښاغلی هه جان هاو د چين مشهور نغمه جوړونکی دی، د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه هه جان هاو د چين د ولسي نغمې پر جوړولو پيل وکړ چې زيات شمېر ولسي نغمې يې جوړې کړې او د اورېدونکو ، په تېره بيا د ځوانانو زيات هرکلی تر لاسه کړی دی.
(نغمه ٢)
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د ګوی جو د مياو قوم يوه نغمه واورېده چې د ښاغلي هه جان هاو له خوا جوړه شوی وه.
د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د دونګ قوم يوه نغمه واورو چې نوم يې دی ماښامنۍ غونډه . په دغه نغمه کې د دونګ قوم د وګړيو نېکمرغه ژوند څرګندېږي.
(نغمه ٣ )
ګرانو اورېدونکو، د دغو خوندورو نغمو په اورېدو سره د چيني او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته ورسېده . روغ او خوشحاله اوسئ!
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |