CRI Online

د يوه نارينه او يوې ښځې لخوا ويل شوې غبرګې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-03-09 08:54:39

قدرمنو دوستانو ، د کورنۍ او بهرنۍ موسيقۍ نني پروګرام ته مو زه ډيوه هر کلی کوم . په وروستيو کلونو کې د يوه نارينه او يوې ښځې لخوا ويل شوي دوه ګونه سندرې مروج وې . که څه هم دغه سندريز شکل د مروجو سندرو په ټولنه کې عمده ځای نه شی نيولی ، خو د ځانګړو سبکونو په درلودلو سره يې اوريدونکيو ته تازه ګی رسولې ده .

( سندره ) همدا اوس مو د ين يانګ واټ په نامه يوه سندره واوريدله چې د يوه امريکايي ځوان لودي او د چين د شانګهای د يوې نجلۍ پان لو يي لخوا ويل شوې ده . ددوی له خوا ويل شوې سندرې د موسيقۍ د کره کتونکو او اوريدونکو لخوا ډيرې وستايلې شوې . ددوي لخوا جوړه شوې ډله په جومو نومول شوېده او ددوي سندرې له عادي ترانو سره توپير لری چې د معاصرو او دچين د لرغوني موسيقي الاتو په غږولو سره دغه سندره نه يوازی دا چې اوريدونکو ته ارامتيا او ملايمت رسوي ، بلکې انسان پارونکې هم ده .

( سندره ) د فنيکس کيسې په نامه دوه کسيزه ډله چې په ١٩٩٧ کال کې جوړه شوې او لوبغاړې لينګ هوا يوه مغولي نجلۍ ده او لوبغاړی ځنګ يي د هيپ پوپ په سنديز شکل ډير تکړه دی . اوس به تاسی ددوي لخوا په چاپ شوی نوی البوم کې يوه سندره واورئ چې نوم يې دی أبی أسمان . دغه سندره د چاپيريال ساتنې په اړه ده او موخه يې دا ده چې انسانان د چاپيريال ساتنې په هکله خپله ويښتيا لوړه وساتی څو چې غوره طبيعي چاپيريال بيا رامنځته شی .

( سندره ) ګرانو دوستانو ، اوس به د ښکلي هلک او نجلۍ په نامه د يوې بلې سندريزې ډلې په هکله معلومات تاسو ته درکړو . دغه ډله وړم کال د چين د مينانو په ورځ يوه عشقي سندره اوريدونکيو ته وړاندی کړه چې نوم يی ناز و نياز دی . دغه سندره ژر د ځوانانو په منځ کې مروج شوې ده ، شعر يی دا دی :

بارانونه اوريدلي ، ستا ساړه کېږي ؟

ډيره خپه يمه چې چترۍ مو نه ده وړلې

واقعا په تا ګرانه يمه او له تا څخه جلا نه غواړمه

ښه به دا وی چې سره ناز نياز کوو.

ګرانو اوريدونکو د ښکلې موسيقۍ په غږولو سره به زموږ ننی پروګرام په همدې ځاي پای ته ورسيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای