CRI Online

چين له نړۍ سره ګډه سندره وايی

cri     (GMT+08:00) 2010-08-09 11:08:25

ګرانو اورېدونکو، د کورس نړيوالې سيالۍ تازه د چين په شاو شينګ ښار کې تر سره شوه. شاو شينګ ښار چې د اوپېراګانو د وطن په توګه هم پېژندل کېږي، ٢٥٠٠ کلن تاريخ او لرغونی کولتور لري. د تېرې مياشتې له ١٥ نېټې څخه تر ٢٦ نېټې پورې د ٨٠ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ٢٠ زره تنه لوبغاړيو په کې ګډون کړی وو. دوی په دغه سيالۍ کې د ګډون له لارې د نورو هېوادونو له کولتورونو څخه زده کړې وکړې او خپلو ولسي موسيقي يې خپره کړه.

(اواز ١)

د کورس نړيواله سيالي د کورس اولمپيک په توګه ګڼل کېږي چې په المان کې د نړيوال کولتور د تبادلوي صندوق له خوا جوړېږي او په هر دوو کلونو کې يو ځل تر سره کېږي. دا دوهم ځل دی چې دغه سيالي په چين کې تر سره کېږي . په ٢٠٠٦ کال کې د څلورمې دورې دغه سيالي په شيا من ښار کې تر سره شوې وه .

د چين د موسيقۍ او هنر مرکزي پوهنځي استاذ او د شيا من د ای يوه هنري ډلې عمومي څېړندوې جنګ شياو اينګ وويل کورس د چين دوديزې هنري لارې چارې نه دي چې له سلو کلونو مخکې له لوېديځ څخه چين ته راغلی.

(اواز ٢)

شاو شينګ يو لرغونی او کولتوري ښار دی . څه نا څه له شلو کلونو مخکې ما دغه ښار ته سفر او دلته ژور ملي کولتورونه احساس کړل.

په تاريخ کې په شاو شينګ کې د کولتور ، سياست ، ساينس او ټېکنالوژۍ په برخو کې زيات شمېر کار پوهان او استاذان رامنځته شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په دغه ښار کې نړيواله کچه يو فعاليت تر سره کېږي. د دغې سيالۍ د تشکيلاتي کميټې چارواکي فان جي لينګ وويل دوی د دې لپاره د دوو کلونو راهيسې چمتوالی نيولو. د دوی لپاره دا يو فرصت دی چې خپل نظر پراخ کړي او له نړۍ څخه زده کړه وکړي.

(اواز٣ )

موږ د کورس سيالي د شاو شينګ ښار د جوړېدو له ٢٥٠٠ کلونو ټوله سره يو ځای کړې چې تر يوې اندازې پورې د دوديز او عصري کولتور يو ځای کېدل ترې رامنځته شوي دي.

د کورس سيالۍ له لارې لازيات وګړي د کورس د هنر په اړه معلومات تر لاسه کړي.٢٠ بېلا بېلې ډلې په دغه سيالۍ کې ګډون کوي چې څه د پاسه ٥٠٠ سيالۍ يې نندارچيانو ته وړاندې کړي دي.

د اندونيزيا د سکيلارک کورس هنري ډلې د ٣٨ تنو سندرغاړيو له خوا جوړېړي چې عمرونه يې له ٥٠ څخه تر ٧٠ پورې دی. دوی چين ته له خپل سفر څخه خوښي څرګنده کړه .دغه هنري ډلې په ٢٠٠٦ کال کې په شيا من کې د څلورمې دورې په سيالۍ کې هم ګډون درلود. دوی په دغه ځل سيالۍ کې يوازې د جاکارتا ولسی سندری وويلې چې لازياتو خلکو د دوی د ملي هنر په اړه معلومات تر لاسه کړي.

په سولو کې د اندونيزيا او چين ترمنځ د اقتصادي، ټولنيز او کولتوري همکارۍ ټولنې د څانګې مشر چن ګوه ژن وويل

(اواز ٥)

زما لومړۍ موخه دا ده چې په دغه سيالۍ کې د ګډون له لارې به ماشومان لازيات معلومات تر لاسه کړي. دوهم، د کولتوري تبادلې له لارې به ماشومان وپوهېږي چې په هنري او کولتوري برخو کې د هېوادونو تر منځ بېلوالی نه شته. د اندونيزيا او چين ترمنځ کولتوري تبادلې ډېرې مهمې دي، ځکه چې د کولتوري تبادلې له لارې به متقابل پوهاوی لانورهم پياوړی شي.

د دغه فعاليت جوړوونکي او د نړيوال کولتور د تبادلې صندوق مشر ګونتر تيتسچ وويل د دغه فعاليت د جوړولو اصلي نيت دا دی چې لازيات خلک به د کورس او موسيقۍ له لارې متقابل پوهاوی او دوستي پياوړی کړي. هغه زياته کړه چې په راتلونکي کې به په چين کې هم يو لړ کوچنۍ سيالۍ تر سره شي چې لازياتو هنري ډلو ته تبادلوي فرصتونه برابر شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای