CRI Online

د شمال ختيځې اسيا د پانګونې او سوداګرۍ ٦ مې دورې نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2010-09-10 16:12:41

د شمال ختيځې اسيا د پانګونې او سوداګرۍ ٥ ورځنی٦ مې دورې نندارتون د سپتمبر په ٢ نېټه د جي لين ولايت په چانګ چون ښار کې پرانيستل شو. څه د پاسه ٥٠ زره تنه سوداګرانو او ٧٠ سياسي وګړو په کې ګډون درلود ، د ګردې کرې په ٥٠٠ لويو تصديو کې ٧٠ تصديو په دغه نندارتون کې د ګډون له لارې د پرمختګ لپاره د نظريو تبادلې کړې دي.

د دغه نندارتون اصلي موضوع د شمال ختيځې اسيا د سيمه ييزې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړتيا او د شمال ختيځې سيمې د زړو صنعتي اډو سمسورتيا ده چې په کې د مالونو د سوداګرۍ ، د پانګونو همکارۍ ، د ځانګړو نړيوالو غونډو او د کولتوري تبادلې په اړه فعاليتونه تر سره شوي دي.

له دې مخکې د شمال ختيځې اسيا ٥ دورې نندارتونونه په بريالۍ توګه تر سره شوي چې د ګډون کوونکو سوداګرانو شمېر او تر لاسه شوی سوداګريز برياليتوبونه کال په کال زيات شوي دي. په مخکيني ٥ دورو نندارتونونو کې بهرنۍ سوداګريزه اندازه په جلا جلا توګه ٣٠٠ مليونه، ٣٨٤ مليونه، ٤١٠ مليونه، ٤٧٥ مليونه او ٥٢٠ مليونه امريکايي ډالره وو. سږنی نندارتون د چين، ډيموکراټيکې کوريا ، جاپان، کوريا جمهوريت ، روسيې او مغولستان په ګډون ٦ شمال ختيځې اسيايي هېوادونو ته د تبادلې او همکاری لازيات فرصتونه برابر کړي دي. د دغه نندارتون د اجرايوي کميټې د مدير مرستيالې او د جي لين ولايت د حکومت د سرمنشي مرستيالې څونګ هونګ شيا وويل

(اواز ١)

د تېرو څو دورو په پرتله په سږني نندارتون کې د راغلو سوداګرانو کچه لوړه ده .

د يو لړ لوړپوړيو اقتصادي فورمونو د جوړېدو له لارې به د دغه نندارتون سويه لوړه شي. د دغه نندارتون تر پرانيستونکو مراسمو وروسته د شمال ختيځې اسيا د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ فورم هم پرانيستل شو، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال وانګ ګانګ په دغه فورم کې ګډون درلود او وينا يې وکړه.

(اواز ٢ )

د چين حکومت د شمال ختيځې سيمې سره په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې تبادلې، همکارۍ او ګډ پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي د دغې سيمې له بېلا بېلو هېوادونو سره په ټاکلي وخت کې د اقصادي او سوداګريزې همکارۍ او پرمختګ په اړه بحث وکړي.

دغه نندارتون بېلا بېلو نړيوالو تصديو ته زمينه برابره کړې چې په جي لين کې يوه نړيواله سوداګريزه اقتصادي غونډه ده. د شمال ختيځې سيمې اقتصاد به د دغه نندراتون له لارې په پر له پسې توګه پياوړی شي. په دغه نندارتون کې يو برخوال سوداګر وويل

(اواز ٣)

په دې وروستيو ٥ کلونو کې د شمال ختيځې سيمې د هېوادونو له خوا څه د پاسه ٥ مليونه امريکايي ډالره صادر شوی او هغه تړونونه چې د نندراتون په موده کې لاسليک شوی، يوه پر څلورمه برخه نيسي.

دغه نندارتون د روانې مياشتې په ٦ نېټه پای ته ورسېد چې په ترڅ کې يې د نړيوالو نويو چارو غونډه او د ښاري کېدو د پرمختګ فورم هم تر سره شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای