CRI Online

د شيدو او کافي په نامه دوه کسيزه ډله او د دوی سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 10:05:49

ګرانو اوريدونکو، د کورنی او بهرنی پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د شيدو او کافي په نامه د دوه کسيزې ډلې په اړه مالومات درکړو او د دوی سندرې واورئ.

د شيدو او کافی په نامه د ډلې جوړولو په ترڅ کې د کيسی رنګ شته دی. د ډلې عمده سندرغاړې فو يان په لوړې ښوونځي کې د زده کړې په ترڅ کې د انټرنيټ له لارې ګه فې پيژندلی چې د سندرو په جوړونې تکړه دی. دوی دواړه له ژوند سره ډېره مينه لري او په انټرنيټ کې يې زيات خوندور سندرې ليکلي دي. د مودن هوا په نامه د سي دي جوړولو شرکت پيدا کړی چې د دوی سندرې ډېرې ښه دې، نو د دوی وګمارل. قدرمنو دوستانو، تاسی د دوی له خوا ويل شوې يوه سندره واورئ چې نوم يې دی لاسيا. (سندره)

په دغه سندره کې دغه کيسه ويل شوې چې يوه نجلۍ لاسيا د جادوګر له خوا د لوټ شوې يادونې د موندلو لپاره خطرناک لار ته تلل. د سندرې شعر دا دی: لاسيا د سترګو ټينګ ليد لري او په خپل حرکت کوي چې خطرناک لار ته تلل. په راتلونکی کې يوه نښه رامنځته شوه او کوچنی نجلۍ د خيال په لور مومي چې په زړه کې يې له ځواک څخه ډک دی. (سندره)

د دغې ډلې د دوهم البوم نوم دا دی چې انسان په لويدو سره د نورې يوازنې احساسات لري. په دغه البوم کې موسيقې په عمده توګه په ښوونځيو کې د ځوانو زده کوونکيو سپيڅلې او پاکه فضا څرګندېږي چې ډېر برياليتوب تر لاسه کړ. اوس به د البوم دغه عمده سندره واورئ چې نوم يې دا دی انسان په لويدو سره د نورې يوازنې احساسات لري. (سندره)

د دغې سندرې په اتکا ياد شوې ډلې زياتې جايزې تر لاسه کړي او ډېر شهرت موندلی دی. د ٢٠٠٩ کال په پای کې دوی له اصلی شرکت څخه جلا کړ او په خپل يو نوی البوم خپور کړ. په دغه البوم کې له يوازنی سره د عادت کولو په نامه سندره په انټرنيټ کې سمدلاسه مروج شوه او په راډيوګانو کې زيات خپاره شول. اوس به دغه سندره واورئ. (سندره)

د سندرې شعر دا دی: ورځ په ورځ بوخت يم، هغه کسان چې پخوا سره دوستی لري او يا پخوا بيخی نه پيژنم، ټول زما له څنګ څخه تير شول. زه د يوازنې د احساساتو او دغشان ژوند سره عادت لرم. زه هيله لرم چې يو کس زما خبرې واوري او ما ته ژمنه وکړي چې زما زړه به يوازنې نه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای