CRI Online

په شينجيانګ کې د لږ کيو قومونو قومی سندرې (لومړی)

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 10:08:59

د چين په شينجيانګ کې د بېلا بېلو لږ کيو قومونو اوسيدونکي ګډ ژوند کوي او په کې د اويغوری قوم اوسيدونکی ډېر زيات دی. د تاريخی کتابونو له مخې اويغوری قوم په اصلی توګه د درېمې پيړۍ په موده کې د چين په شمال کې ماداری قوم دی او د جګړو له امله د اويغوری قوم اوسيدونکي ډلې په ډلې پخوانی لويديځې سيمی يعنی اوسنی شينجيانګ ته کډه ورغی. دوی له ځايي اوسيدونکيو سره يو ځای ژوند کړی او په پای کې اوسنی اويغوری قوم ګرځيدلی دی. اويغور د يووالی او اتحاد مانا لري.

(سندره)

اوس به تاسی د اويغوری قوم يوه فلکلوری سندره واورئ چې نوم يې دی لاس په لاس کې دی. په سندره کې ليکل شوی چې يو هلک يوې نجلۍ ته خپله مينه څرګند کړه او دغې نجلۍ ته بلنه ورکړه چې سره يو ځای نڅا وکړي.

د اويغوری قوم په سندرو کې عشقې سندرې زياتې دې. په سندرو کې د ميانو د ستاينې، د مينې په اړه د سوګند خوړلو او له مينې څخه له لاس ورکولو وروسته د خپګانو محتويات ټول شته دي چې په ريښتيا توګه د مينې او ژوند په هکله د اويغوری قوم د اوسيدونکيو نظريې څرګندې شوې. اوس به د انار د ګلونو په نامه د اويغوری قوم يوه عشقې سندره واورئ. په سندره کې داسی ليکل شوی چې نجونې د انار ګلونه دي او ځوان هلکان د مينې تر لاسه کولو لپاره تاوده احساسات څرګندوي.

د تاتار قوم د شينجيانګ له لږ کيو قومونو څخه يو دی. د تاتار قوم اوسيدونکي له سندرو ويلو او نڅاوو سره ډېره مينه لري او د دغه قوم دوديزې موسيقې په شينجيانګ کې ډېر شهرت مومي. اوس به د دغه قوم يوه سندره واورئ چې نوم يې دی د سپين ږيري سندره دی.

د سندرې شعر دا دی: ګرمی دوبی تير شوی او د ژمي واوره لويدلې ده. اوس سپين ږيری يم چې ويښتن سپين شوی دی. ما د ځوان په وخت کې د نارينه زمری ته ورته وم. اوس زه بايد د لرګي له لاری دريدلی يم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای