CRI Online

د چين د پسرلی اختر د نمانځنې په اړه سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 10:20:28

د چين د پسرلی اختر رارسيدلی دی او د چينی دود او دستور له مخې مو لومړی تاسو ته د دغه جشن مبارکی کوو! په نوی کال کې ستاسو د نيکمرغې او خوشحالې په هيله! د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د پسرلي اختر د نمانځنې په اړه سندرې خپرېږي، هيله من يو چې تاسی له دې پروګرام سره خوان واخلئ. اوس به هغه سندره واورئ چې نومې يې دی سره يو ځای د چينی کال ونمانځل شي.

(سندره)

دغه سندره د سندرغاړې تانګ څان ويل شوی. د پسرلي اختر د مخکنې ورځې شپه د چينايانو په زړونو کې مهم ځای نيسي چې د هر کور غړي سره يو ځای دغه شيبه نمانځي. لکه چې په دغه سندره کې ويل شوی: سره يو ځای د چينی کال نمانځل کېږي، هر يو په ارام چاپيريال کې دی او په هر کور کې له نيکمرغې څخه ډک دی.

هغه دود چې د پسرلي اختر د مخکنې ورځې په شپه کې د کور غړي بايد سره يو ځای راغونډ شي، د ټولو چينايانو په زړونو کې د منلو وړ دی. ځوانان د کور په بهر کې له خپل پلار او مور څخه د جلا کيدو په حال کې کار کوي او په دغه دروند جشن کې هر کور هيله لري چې خپل اولادونه بير ته کور ته ولاړ شي. نو د هر کال د پسرلي اختر مخکې په چين کې د وګړيو د تګ راتګ لويې څپې رامنځته شوي دي. اوس به هغه سندره واورئ چې نوم يې دی ژر کور ته بير ته راشه.

(سندره)

دغه سندره د سندرغاړي جيانګ تاو له خوا ويل شوی. د سندرې الهام ډېر ګرمی او ارام دی. د سندرې فعر دا دی: بهر ته د تللو په وخت کې زما پلار او مور ما ته ويلی چې ژر کور ته بير ته راشي. سره له دې چې کارونه ډېر زيات دي، خو بايد ستړی مه شئ. د يو کال تر پايه پورې نور شی نه غواړي چې يوازی امن او ارام وساتل شي. يوازی اسانه ډوډۍ هم ښه دی، کور له باد څخه د ژغورنې ځای دی او د کور غړي به ستا اوښکی له منځه يوسي. ژر کور ته بير ته راشه! د پلار او مور انديښنې ليری شئ او له کورنيو غړيو سره يو ځای خوشحاله وشئ!

قدرمنو دوستانو، په پای کې به موږ د خوشحالې په نامه يوه خوندوره سندره واورئ او په دې ښکلې موسيقې کې زموږ نننی پروګرام پای ته ورسيده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای