CRI Online

په شينجيانګ کې د لږ کيو قومونو قومی سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 10:25:56

د چينی او بهرنی موسيقې په دغه کړۍ کې به تاسو ته د شيجيانګ د قومی سندرو په هکله مالومات درکړو. د قزاقی قوم زيات اوسيدونکي د شينجيانګ په شمال کې اوسېږي او د أسونو پر شا باندی د قوم په توګه بلل کېږي. د قزاقی قوم خلک له موسيقې سره ډېره مينه لري او د دوی تر منځ يو اصطلاح شته چې سندرې او أرونه د قزاقيانو دوه وزرونه دي. دا د قزاقی قوم د موسيقې استازی دی چې قزاقيان د أسونو پر شا باندی د دوتار په نامه د موسيقې الې په غږولو سره قزاقيانو سندره وايي.

(سندره)

کرانو دوستانو، اوس تاسو د قزاقی قوم يوه فلکلوری سندره اورئ چې نوم يې دی چاوچک، ته يوه خواږه سندرغاړه ده.

د قزاقی قوم اوسيدونکي په عمده توګه په مالداری چارو لاس پورې کوي او د دې قوم فلکلورې سندرې د دوتار په غږولو سره د دښتو ځانګړتيا لري. قدرمنو اوريدونکو، اوس به د مايلا په نامه يوه سندره واورئ.

(سندره)

مايلا د قزاقی قوم د يوې نجولې نوم دی او د کيسې له مخې دغه نجولۍ ډېره ښکلې ده او په سندرو ويلو ډېر تکړه ده چې مالداران هميشه د دې د خيمې په شاو خوا ښکلې سندرې اوري. د سندرې په پيل کې داسی ويل شوی خلک ما ته مايلا غږوي، سندرغاړه مايلا.

د تاجک قوم هم په شينجيانګ کې له لږ کيو قومونو څخه يو دی. د تاجک قوم اوسيدونکي دا نظر لري چې باز د مرغانو پاچا دی او د سپيڅلي، زړه ورتوب او ټينګار استازيتوب کوي. د قزاقی قوم په فلکلوری نڅاوو کې د بازونو د الوتلو حرکتو تقليد کوي او په موسيقې الاتو کې د بازونو له هډوکو څخه جوړ شوی شپيلي شته. له دې امله چې د قزاقی قوم اوسيدونکي د پامير په لوړو کې ژوند کوي، نو دوی پر لوړو باندی د بازونو په توګه بلل کېږي. اوس به د تاجکی قوم يوه فلکلورې سندره واورئ چې نوم يې ګلی بيتا دی.

د سندرې شعر دا دی: ګولی بيتا، زړه جلبونکې ښاپيره يې. رنګه رنګ ګلونه ستا په پرتله ښه نه دی او په نړۍ کې هيڅ جملې ستا ښکلا څرګند نه شی کيدای. ستا د موندلو لپاره می نور سخت بد نه ويريږم. ستا د مينې تر لاسه کولو لپاره می غواړم چې زما ژوند درکړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای