CRI Online

پر وروځو باندی د خوشحالې څرکندونې په نامه سندره او د پسرلنی اختر د نمانځې په اړه سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 10:49:24

څو ورځې مخکې د چين د پسرلنی اختر تير شوی دی. له دې وروسته د پسرلی قدم رارسېږي، هوا ورځ په ورځ ګرمی کيږي او نباتات به د بيا ودې او شنی کيدو په حال کې وي. د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام په ننی کړۍ کې به تاسو ته د نوی کال د پسرلی د هرکلي په اړه سندرې خپرې شي.

(سندره)

همدااوس تاسو پر وروځو باندی د خوشحالې څرګندونې په نامه يوه سندره واوريده چې د ختيځ ګوټ او د وروڼو د دوو ډلو له خوا په ګډه ويل شوی. د سندرې شعر دا دی: خوشحاله يم، زه ډېره خوشحاله يم، لکه چې د مالوچی په شان شکره به ويلی شي. خندا کوم، زه خندا کوم او پر واټونو باندی هر څوک هندا کوي. خوشحاله پر وروځو باندی څرګندېږي، لمر پر ما باندی ځوړندېږي، زه غواړم چې په لوړ اواز خندا کوم!خوشحاله زما د خولې له لارې به هر چا ته څرګند شي.

قدرمنو دوستانو، د دغې خوشحالې سندرې په وسيله می تاسو ته هيله وايم چې هره ورځ نيکمرغه وشئ! هر کال خوشحاله وشئ!

د پسرلنی اختر په موده کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د نمانځې فعاليتونه تر سره شول چې په عمده توګه د نيکه ګانو د عبادت کولو او د نيکمرغې د هيلی څرګندولو تر عنوانو لاندی دی. د هر کور پر دروازې باندی به هغه قاغذ سريښ کېږي چې ورباندی د نيکمرغې خط شته. اوس به د نيکمرغې ستوری د ځوړندولو په نامه يوه سندره واورئ.

(سندره)

د سندرې شعر دا دی: مبارک شه چې تاسی په ارام او نيکمرغې کې ژوند کوئ، ستاسی په کور کې له نيکمرغې څخه ډک دی، مبارک شه چې ستا کار ډېر پرمختيا شوی او ژوند خواږه ساتی. مبارک شه چې هر څو له تاسو سره له کتلو وروسته ستا خوښېږي. نيکمرغه هره ورځ ستا په شاو خوا کې ګرځند کوي او تاسی به هم ښه بخت مخامخ وئ.

د پروګرام په پای کې به د مينې او نيکمرغې ژوند په اړه يوه سندره واورئ او ننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای