CRI Online

هغه سندره چې نوم يې دی بايد نيکمرغه اوسئ او نورې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 10:54:42

د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام په ننی کړۍ کې به تاسی د سينګاپور د يوې سندرغاړې څای چون جيا له خوا ويل شوې دوې سندرې او يوه بله خوشحاله سندره واورئ. د لومړی سندرې نوم دا دی چې بايد نيکمرغه اوسئ! (سندره)

د سندرې شعر دا دی: ته زما لومړی باوروړ سړی يې، ته بايد نيکمرغه اوسئ او تر پای شيبی پورې ټينګار وکړئ. دا ډېر پيچيلی نه دی، ته زما په زړه کې يې، بايد نيکمرغه اوسئ!

دغه سندره د څای چون جيا له خوا ليکل شوی چې ځان او نورو ته د هيلې څرګندونې مانا لري. دې د سندرې له لارې له خلکو سره خپله خوشحاله شريک کوي او په همدې وخت کې يې هر تن ته د نيکمرغې هيله څرګندوي.

اوس به تاسی د څای چون جيا له خوا ويل شوې يوه بله سندره واورئ چې نوم يې په خپله سفر کول دي. هغې د فلکلوری سندرې د شکل له لارې په پاک او ګرم اواز په عصری زمانه کې د ښاريانو د ازادی ژوند ويلی دی.(سندره)

د سندرې شعر دا دی: د هرې لارې په تقاطع کې د لارو د نښو له مخې ازادی مومم او سندره وايم. زه په خپله سفر کوم او په ارامه او خوشحاله توګه مخې ته چکر وهم. زه ځانګړی ژوند غواړم، ښه هوا او باران دواړه زما خوښېږي.

په پای کې به د تايوان د سندرغاړې لي وين له خوا ويل شوې سندره واورئ چې نوم يې ښه احساسات دي. (سندره)

په سندرې کې داسی ويل شوی: هر وخت چې له تاسو سره ګورم، ډېره خوشخاله يم، لکه چې په دوبي کې ايسکريم خوړم او ستا احساسات هم احساس کولای شم. زه پوهيږم چې خدای ترتيب کړی چې موږ په دې شيبی کې سره يو ځای يو او په ښو هيلو کې هميشه ښه احساسات لرو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای