CRI Online

د ګوان جه نوی البوم چی نوم يې دا دی ( تل دی وي)

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 11:02:45

د کورنۍ او بهرنۍ موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د سندرغاړي ګوان جه په نوی البوم کې څو سندرې واورئ چې نوم يې دا دی ( تل دی وي). لومړی به په دغه البوم کې هغه سندره واورئ چې نوم يې دی (په شپي کې ستا يادوم) (سندره)

سندرغاړي ګوان جه د نرم اواز له لارې د پيانو په غږولو سره په ارامه توګه دغه عشقې سندره وايي. د سندرې شعر په دې ډول دی: له تاسو سره د جلا کيدو په ورځ کې می ستا کتلی چې ګام په ګام ليری ځای ته لاړه. ټولې ژمنې د پوره کولو مخکې پای ته ورسيدلې. ما له ځان سره په خانه کې پاتی وم او مينه او دردونه زما په زړه کې راغونډ شول. په شپي کې ستا يادوم، هيله لرم چې تاسی زما تر څنګ يې. په دې خبر نه شوم چې تاسی زما لپاره بدل کړئ که نه؟ د ګوان جه لوړ اواز او خواشينی احساسات اوريدونکو ته نه هيريدونکی احساسات رسوي.

په دغه البوم کې ګوان جه له نامتو سندغاړې سون يوی سره يو ځای يوه سندره ويلې ده چې نوم يې دا دی (له تاسو سره يو ځای يم). مهربانی وکړئ چې دغه ښکلې سندره واورئ. (سندره)

ګوان جه او سون يوی دواړه لوړ او ښه غږونه لري، نو د دوی له خوا ويل شوې دغه سندره له اوريځو څخه د لمر رامنځته کيدو احساسات څرګندوي. د سندرې شعر دا دی: زما مينه ستا له امله ښکلې ده، اوس او په دايمی راتلونکی کې زما مينه ستا له امله موجوده ده. سره له دې چې غرونه ويجاړ شي او د سمندرونو اوبه بير ته بهيدل شي، زه به ستا انتظار وکړم.

ګرانو اوريدونکو، په پای کې به په ياد شوی البوم کې دغه عمده سندره واورئ چې نوم يې د البوم د نوم په شان دی: تل دی وي. هيله ده چې تاسی له دغې سندرې سره خوند واخلئ. (سندره)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای