CRI Online

د بيجينګ د دود او دستور په اړه څو فلکلوری موسيقې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 14:20:31

د کورنۍ او بهرنۍ موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د بيجينګ د دود او دستور په اړه څو فلکلوری موسيقې خپارې شي او هيله ده چې تاسی له دغو سندرو سره خواند واخلئ. (موسيقې)

همدااوس تاسو د بيجينګ د يو ډول تاريزه الې له خوا غږول شوې موسيقې واوريد چې د بيجينګ شاو خوا ته د سفر په نامه يادېږي. د جينګ هو په نامه موسيقې اله د چين يو ډول لرغونې تاريزه اله ده چې غږ ډېر پاک دی او تر اوسه پورې د څه دپاسه دوه سوه کلونو تاريخ لري چې د چين د بيجينګ په ډرامه کې عمده رول لوبوي. دغه موسيقې د پاک او هوسا اهنګ په اتکا په نوې زمانه کې د بيجينګ په شاو خوا کې د زړه راجلبونکې منظرې او سپيڅلی دودونه څرګندوي.

اوس به تاسی د بيجينګ د دودونو په نامه د هو موسيقې الې له خوا غږول شوې موسيقې واورۍ. دغه موسيقې په دريو برخو ويشل کېږي چې د بيجينګ د سترو أباديو، ښکلو منظرو او ځانګړی دود او دستور ښکارېږي.

(موسيقې) اوس تاسی د دغې موسيقې لومړې برخه اورئ چې د لرغونې ماڼې په نامه يادېږي. لرغونې ماڼه د پنځه سوه کلونو مخکې جوړ شوی امپراتوری ماڼې ده چې په ټوله نړۍ کې هغه ډول لرغونې أبادی دی چې پيمانه ستره ده او په بشپړه توګه ساتل شوی دی. دغه موسيقې د بيجينګ ډرامې د ميادې په راغونډولو سره د لرغونې زمانې د سترتيا او په تاريخ کې د بدلون څرګندېږي.

(موسيقې) د پروګرام په پای کې د بيجينګ د دود د موسيقې دريمه برخه خپره شي چې د معبدی غونډې نومېږي. په دغه موسيقې کې د پسرلني اختر په موده کې په معبدی غونډه کې شوقمن او ذوقمن چاپيريال ښکارېږي چې د بيجينګ د خلکو د خوشبينې او توکی احساسات ښکاريږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای