CRI Online

هغې سندرې چې د ماشومانو خوښېږي

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 14:59:07

د جون لومړې نيټه د ماشومانو له جشن سره برابره ده او دغه جشن تازه ورځې مخکې تير شوي. د کورنۍ او بهرنی موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته څو سندرې درسره خپرې شي چې د چينی ماشومانو خوښېږي.

اوس تاسی هغه سندره اورئ چې نوم يې دا دی: پسرلی چيری دی؟ دغه سندره پاک اهنګ لري چې په څه دپاسه نيمې پيړۍ کې د نسل په نسل کوچنيانو تر منځ خپره شوې او د نوی چين له جوړيدو راهيسی د ماشومانو لپاره يوه غوره سندره بلل کېږي.

په سندرې کې داسی ويل شوي چې پسرلی چيری دی؟ پسرلۍ پر غرونو باندی د شنو ونو او وښو تر منځ ليدلی شي. په دغه ځای کې سره ګلونه او شنه وښه شته او کوچنی مرغان هم الوزي.

ګرانو دوستانو، اوس به د خوشال جشن په نامه يوه بله سندره واورئ. په دغه سندره کې د کوچنيانو د خوشاليو احساسات څرګند شوي دي. د سندرې شعر دا دی: مرغان په مخکې د لارې لارښوونه کوي. نرمه وږمه رالګيږي. موږ د پسرلي په شان باغونو ته ځو چې پر چمن باندی لوبی کوو.

د پروګرام په پای کې به د بيجينګ د يوې ابتدائی ښوونځی د يوې زده کوونکې له خوا ويل شوې يوه سندره واورئ چې نوم يې دا دی: پلار او مور، زما خبره واورئ! په سندره کې د ماشومانو په خبرو په اوسنۍ زمانې کې د دوی هغه هيله څرګنده شوه چې درسی تکليفونه کمې شي او د کوچنيتوب موده په خوښۍ سره تر سره شي. په سندره کې داسی ليکل شوي: پوه شوم چې زما لپاره ښه چلند کوي، زه د زياتو درسونو په زده کړی بوخت يم. خو څوک زما په انديښنې خبر دی، ډېرې زياتې پوهنې زما لپاره ستونزمنې دي. پلار او مور، زما خبرې واورئ چې له دوستانو سره لوبی زما خوښ دي او هم له تاسو سره له لوبو سره مينه لرم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای