CRI Online

د نيکمرغۍ هدف ته د رسيدو د واټن په نامه سندره

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 15:20:57

د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د يوې تازه سندرغاړې چه شوی له خوا ويل شوې يوه سندره خپره شي چې نوم يی دی د نيکمرغۍ هدف ته د رسيدو واټن. (سندره)

په سندره کې داسی ويل شوی: پخوا مو په زړونو کې ګډې نظريې درلود او په دې نظر و چې يو له بل سره مينه ټينګ کړ، خو د وخت د تيريدو سره سره د نيکمرغۍ هدف ته د رسيدو واټن شميرل نه کېږي.

سندرغاړې چه شوی د دغې سندرې لپاره د ښوونځيو د جامعو په اغوښتلو سره يو لړ عکسونه واخيستل چې د زده کوونکيو په شان تازه او پاک احساسات څرګندېږي. که تاسی دغه عکسونه ګوری او دغه سندره اورئ، په ښوونځيو کې د ځوانانو ژوند ياد کولای شي.

قدرمنو دوستانو، له دغې ښکلې سندرې نه وروسته د فيوشن په نامه د يوې ډلې له خوا ويل شوی سندره به تاسو ته درخپره شي چې نوم يی دی يو دوه دری.

دغه سندره مروجه سندره ده چې د ځوانانو ډېر خوښېږي. د دغه موسيقې اهنګ ډېر پاک او اسان دی چې د ځوانانو باور او حيثيت څرګندېږي.

(سندره)

اوس به اسمان ته د کتلو په نامه يوه سندره تاسو ته خپره شي چې د چين په ستره برخه کې د سندرغاړي لي يی له خوا ويل شوی. لي يی نه يوازی سندرغاړې ده بلکی د وياند او د فلمونو د لوبغاړی دنده هم پر غاړه لري. اسمان ته د کتلو په سندره کې د يوې ښځې د مينې په اړه محتويات ليکل شوی.

قدرمنو دوستانو، د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيد. هيله ده چې تاسی د دغو دريو سندرو سره خواند پيدا کړئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای