CRI Online

د کوچنی اختر د نمنځنې لپاره دری سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 15:47:19

ګرانو اوريدونکو، د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به د کوچنی اختر په اړه يوه ځانګړی برخه ترتيب شي او تر هر څه د مخه درته سلامونه او د نيکمرغه کوچني اختر مبارکې زما ډيوې له خوا اومنئ! هيله ده د اختر شپې اوورځې د خپلو کورنيو له غړيو په خوښۍ او خوشالۍ تيرې کړي. د اختر شپو او ورځو لپاره په افغانستان کې ټول خلک خوشاله وي او مخکې له مخکې د اختر لپاره تياری نيسي. نوې جامعې اغوندي، وچې تازه مېوي او خوندور خوراکونه په دې ورځو کې پخوي. قدرمنو دوستانو، اوس به د کوچني اختر په اړه د نغمې له خوا ويل شوې يوه سندره تاسو ته خپره کړو.

(سندره)

په دې ورځ دوستان او خپل د يو بل کورونو د حال احوال او اختر مبارکۍ لپاره ورځي، په هېلو او خوښيو د اختر شپې او ورځې تيروي. په دې هله چې تاسو هم دا اختر ورځې په خوښۍ تېرې کړئ. تاسو لپاره مو د اختر په اړه څو سندرې خوښې کړې دي، په دي هيله چې ستاسو هم خوښې شي. اوس د خوشالې په اړه دوې سندرې به تاسو ته خپره کړو.

(سندره)

ګرانو اوريدونکو، د کورنی او بهرنی موسيقې ننی ځانګړی پروګرام پای ته ورسيد.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای