CRI Online

په بېجينګ کې د کتابونو نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2010-09-15 20:05:04

د اګست په پای کې او د سپتمبر په پيل کې د نړۍ د ٥٨ هېوادونو اوسيمو د چاپ ١٨٤١ شرکتونه په بېجينګ کې راغونډ شوي چې څه د پاسه ٢٠٠ زره ډوله چيني او بهرني کتابونه ٢٠٠ زره نندارچيانو ته وړاندې کړي دي چې د کتابونو له ٤ لويو نړيوالو نندارتونونو څخه يو دی. د چين او د بهرنيو هېوادونو د مطبعو لپاره يو تبادلوی ميدان برابر کړی دی.

په دغه ٥ ورځني نندارتون کې بهر ته د چين د کتابونو لېږلو د پرمختګونو نندارتون هم تر سره شوی دی. د دغه نندارتون اصلي موضوع په نړۍ کې د چين د چاپ چارې دي چې د چاپولو حق، واقعي توليداتو او د نندارو او غونډو له لارې په ډله ييزه توګه په دې وروستيو کلونو کې د چين د چاپي چارو کې څرګند پرمختګونه رامنځته شوي دي.

د چين د کتابونو د وارداتو او صادراتو د عمومي شرکت چارواکي وويل په دغه نندارتون کې څه د پاسه ٢٠٠ زره ډوله چيني او بهرنۍ کتابونه نندارچيانو ته وړاندې شوي دي. د نندارتون په ترڅ کې څه د پاسه سل فعاليتونه تر سره شوي چې د هېواد د چاپ د بېلا بېلو لويو مطبعو ورته خپل تازه چاپ شوي کتابونه رسولي دي. د چين د چاپ چارې په فعاله توګه د چاپ په نړيوال چوکاټ کې د ګډون لپاره کوښښ کوي. د چين د چاپ ډلې مشر نيه جن نينګ وويل

(اواز ١)

اوس موږ بايد په عمده توګه ٢ برخو ته ډېره پاملرنه وکړو. يوه برخه يې دوديز چيني کولتور دی. په نړۍ کې دوديز چيني کولتور ورځ په ورځ د پاملرنې وړ دی. بر سېره پر دې موږ بايد هغه ادبی اثار لوېديځ ته ورمعرفی کړو چې په کې د چينايانو اوسنی ژوند انځوروی.

تر اوسه پورې د چين د چاپ ډلې د پاريس ، سيدني، لندن ، فرانکفورت ، نيويارک، ونکور، سيول او توکيو په ګډون ٨ ښارونو کې فرعی څانګې جوړې کړي چې پيمانې او شکلونه يې بېل دي. دغې څانګې په سيمه ييزو بازارونو کې د چيني کتابونو د چاپ او خرڅلاو حالات اداره کوي. په ٢٠٠٩ کال کې د چين د چاپ ډلې په اړه د سيدني شرکت له خوا د چين د تاريخ ، جغرافيې او کولتور په اړه چاپ شويو ١٧ ډولو کتابونو د استراليا ګڼ شمېر لوستونکی ورجذب کړي دي.

ښاغلي نيه جن نينګ وويل په نورو هېوادونو کې د چيني کتابونو خرڅلاو د چين د چاپولو چارې درېيمه لاره ده. (اواز ٢ )

درېيمه لاره دا ده چې موږ بايد په نورو هېوادونو کې پانګه واچوو چې د چاپولو ځانګړې سازمانونه او مطبعې جوړې کړو او د چين په هکله کتابونه چاپ نورهم کړو.

روان کال د عمده مېلمه هېواد په توګه د هند ٢٥ مطبعو او ٢٠ ليکوالانو په بېجينګ کې په دغه نندارتون کې ګډون درلود . د چين او روسيې د ځوانو ليکوالو په غونډه کې د روسيې ٦ تنه ځوان ليکوالانو د دغه هېواد د ځوانانو په استازيتوب خپلې فعالې نظريې نندارچيانو ته وړاندې کړی دی.

له لومړنۍ شمېرنې سره سم، په دغه نندارتون کې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د چاپولو حق ٢٣٩٧ موافقه ليکونه لاسليک شوي چې په کې د چاپ د بېلا بېلو حقونو د صادراتو او همکارۍ د موافقه ليکونو شمېر ١٤١٢ او د وارداتو د موافقه ليکونو شمېر ٩٦٧ ته رسېدلی دی.

د چين د کولتوري چارو نظام د اصلاحاتو د نورهم پياوړتيا سره سم د چين د چاپ کارونه ګام په ګام د چين د چاپ چارې د عمده ځواک په توګه ګرځېدلي دي چې په نړۍ کې د لرغوني او عصري چيني کولتور د پرمختګ په ستراتيژۍ کې يې لا ستر رول لوبولی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای