CRI Online

د چين احساسولو او ترکيې ته د سفر په نامه کولتوري فعاليت په انقره کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2010-10-22 16:49:33

د چين احساسولو او ترکيې ته د سفر په نامه ستر کولتوري فعاليت چې د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر ، د چين د کولتور وزارت، د ترکيې د بهرنيو، کولتوري او سيلانۍ چارو د وزارتونو له خوا ترتيب شوی، د اکتوبر د ١٧ نېټې په شپه د ترکيې په پلازمېنه انقره کې پرانيستل شو. د چين د ولسي موسيقۍ او نڅاوو ډلې هنرمندانو د دواړو هېوادونو نندارچيانو ته په پرانيستونکو مراسمو کې په زړه پورې ننداره وکړه. د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر، په ترکيې کې د چين سفارت او د ترکيې د کولتور او سيلانۍ وزارتونو په ګډون د اړوندو څانګو چارواکو په دغو مراسمو کې ګډون درلود. د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر د مدير مرستيال وانګ جونګ وی په پرانيستونکو مراسمو کې لومړی د چين او ترکيې له اړوندو کارکوونکو څخه مننه څرګنده کړه. هغه وويل دغه فعاليت له ترکيې څخه د چين د صدراعظم ون جيا باو تر ليدنې وروسته تر سره شوی چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په اړه د دواړو هېوادونو مشرانو تر لاسه شوی ګډې نظريې پلې کړی. ښاغلي وانګ جونګ وی وويل

(اواز ١)

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پر له پسې پرمختګ په وخت کې په ترکيې کې د دغه فعاليت له جوړېدو څخه د متقابل تفاهم، د خپل منځۍ دوستۍ او همکارۍ د پياوړتيا په اړه د دواړو هېوادونو د خلکو نيکې هيلې څرګندېږي. هر کال موږ په يو يا دوو هېوادونو کې دغه ډول فعاليت تر سره کوو، روان کال دغه فعاليت په ترکيې کې تر سره شوی ، له دې څخه څرګندېږي چې موږ ترکيې او د چين او ترکيې ترمنځ د دوستانه اړيکو پرمختګ ته پاملرنه کوو .

ښاغلي وانګ جونګ وی په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې کولتوري تبادلې د دواړو هېوادونو خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره ستر رول لري.

تر پرانيستونکو مراسمو وروسته ښکلې ننداره د نندارچيانو له خوا وسائل شوه .

دا لومړی ځل دی چې هنرمند ديلمورت ميجيت ترکيې ته سفر کوی، هغه خبريال ته وويل(اواز ٢)

د لومړي ځل لپاره د ترکيی ښکلی منظری ګورم چې ډېرې په زړه پورې دي. زموږ د سفر عمده موخه دا ده چې د چين کولتور او د چين د بېلا بېلو قومونو د خلکو کولتورونه يو بل ته وړاندې کوو.

د ترکيې د کولتور او سيلانۍ د وزير ارتوګرول ګونی مېرمن ګولتن ګونی د دغه هېواد د محترمې مېلمنې په توګه په دغو پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. هغې له نندارې وروسته خبريالانو ته وويل

(اواز٣)

حيران نه يم چې چيني هنرمندانو دومره ښکلی نندارې وړاندې کړې. هر څومره چې د چين په اړه لازيات معلومات تر لاسه کوم، هغومره احساسوم چې له چين سره زياتې ځاني اړيکې لرم.

د چين احساسولو او ترکيې ته د سفر په نامه فعاليت به په انقره او استنبول کې تر سره شي چې په کې به سياسي، اقتصادي او سوداګريز فورمونه ، د خبريالانو او ليکوالانو ترمنځ تبادلې ، فلمي او تلويزيوني اوونی او د خوندورو خوراکونو فيسټيوال شامل وي. څه نا څه ١٠٠ چيني هنرمندان، ليکوالان، پوهان او خبريالان به په دغه موده کې له ترکيې څخه ليدنې وکړي چې د چين او ترکيې ترمنځ د کولتوري تبادلې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستۍ د پياوړتيا لپاره ډېر ګټور دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای