CRI Online

٧٠ مليونه تنو د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه ليدنې کړی

cri     (GMT+08:00) 2010-11-03 15:01:23

د اکتوبر د ٢٤ نېټې تر لسو بجو پورې څه د پاسه ٧٠ مليونه تنو د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه ليدنې کړی چې له ټاکلي وخت مخکې يې مطلوبه موخه تر سره کړې او دغه شمېر په تاريخ کې تر ټولو زيات دی.

په همدې ورځ د چين او د بهرنيو هېوادونو سيلانيانو د دغه خبر تر اورېدو وروسته چې ٧٠ مليونه تنو له نړيوال نندارتون پارک څخه ليدنه کړې، خپله خوښي څرګنده کړه. کله چې امريکايي ګرځندويې مېرمن شارون کولېمن د روانې مياشتې په ١٦ نېټه له نړيوال نندارتون څخه ليدنه وکړه، په هغه ورځ د سيلانيانو شمېر له يو مليونه تنو څخه اوښتی و. خو تر ننه دغه شمېر له ٧٠ مليونه تنو څخه اوښتی دی، هغه ډېر د وياړ احساس کوي چې د نړيوال نندارتون کتلو لپاره دوه ځله فرصت پيدا کوي.

(اواز ١)

زه باور لرم چې دا په تاريخ کې تر ټولو ستر نړيوال نندارتون دی، وياړم چې د روانې مياشتې په ١٦ نېټه له نړيوال نندارتون څخه د ليدنې په وخت کې د سيلانيانو شمېر له مليون هاوو تنو څخه اوښتی و او تر ننه د سيلانيانو عمومي شمېر له ٧٠ مليونه تنو څخه اوښتی دی . دا لومړی ځل دی چې زه له شانګهای څخه ليدنه کوم.

د چيني ودانۍ په وړاندې د چين د لوېديځ شان شي ولايت د زړو کسانو يوه سيلانيزه ډله د خلکو د پاملرنې وړ ده. د دغې ډلې غړي چې په جلا جلا توګه يې د سور رنګه چيني دوديزې جامې اغوستي ، د عکس په اخيستلو بوخت وو. ٦٥ کلنې لي هوی يون خبريال ته وويل

(اواز ٢)

زموږ لپاره دغه خبر د حيرانۍ وړ دی چې څه د پاسه ٧٠ مليونه تنو له نړيوال نندارتون څخه ليدنې کړي . زه ډېره خوشاله يم چې زموږ په ښارګوټي کې زړو کسانو نړيوال نندارتون ته د سفر موقع اخيستې ده. ځکه چې د نړيوال نندارتون پارک ډېر ښکلی دی. زموږ هېواد په ښه توګه پرمختګ کوي چې زموږ ژوند لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوې دي.

د شانګهای نړيوال نندارتون د استراليا ودانۍ مشر پيتر سم وويل

(اواز ٣)

زه په دې کې شک نه لرم چې د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه د سيلانيانو شمېر له ٧٠ مليونه تنو څخه اوښتی وی. دغه راز ډېر خوشاله يم چې دغه موخه تر سره شوې ده. د استراليا نندارتون تل د شانګهای نړيوال نندارتون ملاتړ کوي، موږ هيله لرو چې دغه نړيوال نندارتون په تاريخ کې تر ټولو بريالی نندارتون وي. نه يوازې چيني نندراتون ، بلکې د استراليا نندارتون هم ځلاند او په زړه پورې دی. د شانګهای نړيوال نندارتون په تاريخ کې تر ټولو ستر دی، استراليا ډېر وياړي چې په کې ګډون کوي، زه د نړيوال نندارتون کارکوونو ته خپلې نيکې هيلې څرګندوم.

د نړيوال نندارتون داوطالبان هم ډېر خوشاله دي. د دونګ هوا پوهنتون داوطالب فان بی جاو وويل

(اواز ٤)

زه وياړم چې د دغه نړيوال نندارتون داوطالب يم او په خپلو سترګو دغه مهال ګورم چې څه د پاسه ٧٠ مليونه تنو نړيوال نندارتون ليدلی دی. دغه شمېر د جاپان د اوساکا نړيوال نندارتون په پرتله زيات دی چې نړۍ ته د چين دولتي ځواک ننداره کړی ده.

د شانګهای د نړيوال نندارتون جوړوونکي هم وويل دغه خبر ډېر د تشويق وړ دی چې د نړيوال نندارتون جوړوونکيو، سوداګرانو او سيلانيانو په ګډه په تاريخ کې يو نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای