CRI Online

د پاچا د ماينې په نامه سندر او نورې دوې سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-10-28 21:24:18

ګرانو اوريدونکو، د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام ته مو زه ډيوه هرکلی کوم او په پيل کې به تاسو ته د تايوان د يوې سندرغاړې شوی جه پی له خوا ويل شوې يوه سندره خپره کړو چې نوم يې دا دی: په دايمی توګه سره يو ځای وي.

(سندره)

سندرغاړې د ماشومی اواز له لاری د کوچنيتوب په وخت کې د ښکلی ژوند يادونه ويلې ده. په سندره کې داسی ويل شوی: د شپی وخت راغلی چې هوا د اور لوبو له امله رنګه رنګ ښکاری او ډېر شوق او ذوق دی. تاوده بالون په هوا کې الوزی او زده د موسيقې په غږولو سره نڅا کوم. زه سترګې پټوم او يوه هيله ويلې. زه هيله لرم چې تاسی زما هيله واورئ او له ما سره يو ځای په دايمی توګه يې.

ګرانو دوستانو، له دغې سندرې وروسته به د شوی جه پي له خوا ويل شوې يوه بله بسندره تاسو ته خپره کړو چې نوم يې د انګيل سړی (ANGEL MAN) دی. دغه سندره لږ مستی عناصر لری او له اسانې نيکمرغې څخه ډک دی.

(سندره)

د سندرې شعر په دې ډول دی: زه د لانبو خوض په غاړه کې د مينې په اړه يوه سندره ويم او ته زما سندره اورئ او خندا کوئ. دغه پديده ډېره په زړه پوری ده. د اشنا په جشن کې ګلونه ډېر ښکلي دي او ستورې په هوا کې ځليديږي چې ډېر رومانتيک ښکاری.

ګرانو اوريدونکو، د پروګرام په پای کې به تاسو ته د پاچا د ماينې په نامه سندره خپره کړو.دغه سندره د تايوان د سندرغاړي شياو جينګ تنګ له خوا ويل شوی چې د مستی موسيقې او د ده ټينګ اواز له لاری د مينې په اړه د ټينګ باور څرګندېږي. د پروګرام دغه کړۍ د دې موسيقې په غږولو سره پای ته ورسيده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای