CRI Online

د سندرغاړي يان وې وين له خوا ويل شوې چينی ولسی سندرې

cri     (GMT+08:00) 2010-10-28 21:28:07

ګرانو اوريدونکو، د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د چين د نامتو سندرغاړي يان وې وين له خوا ويل شوې څو ولسی سندرې خپره کړو.

(سندره)همدااوس تاسو د ګه لاو قوم يوه ولسی سندره واوريده چې نوم يې دی: نجلۍ د سين په غاړه جامع مينځي. د ګه لاو قوم د چين په جنوب لويديځ کې يو ډېر کم نفوس لرونکی لږ کی قوم دی. دغه سندره يوه اصلی ايکلوژيکی ولسی سندره ده چې د دغه قوم د هلکانو او نجونو تر منځ له ژوند څخه څرګندېږي او ځانګړی قومی دود ښکارندوی کوي. د سندرې شعر داسی دي: نجلۍ د سيند په غاړه جامع مينځي او پر شنی ډبرې باندی ودرېږي. نجلۍ په لاس کې د جامو مينځلو لپاره د لرګيو په نيولو سره جامو ته نيسي او هلک ته ګوري.

سندرغاړي يان وې وين د چين د شان شي په ولايت کې زيږيدلی او د سندرو ويلو په برخه کې د ښه استعداد په اتکا د چين د خلکو بښونکی اردو د عمومی سياسی څانګې په هنری ډلی کې وټاکل شو. هغه وروسته له نامتو ښونکی څخه زده کړه وکړه او په بريالی توګه د چينی ولسی سندرو د ويلو لاری او د بهرنيو سندرو د ويلو لاری ګډ کړی چې خپله ځانګړتيا موندلې ده. اوس به د ده له خوا ويل شوې يوه بله سندره واورئ چې نوم يې د الوتلو سندره ده. (سندره)

دغه سندره د مياو قوم د غرنی سندرې يو ډول دی چې اهنګ ډېر ټينګ او پراخ دی. يان وې وين د خپل لوړ اواز له لارې د مياو قوم د اوسيدونکيو ژوند او دودونه او ښکلې منظرې ويلی دی.

د خپرونې په پای کې به د کوچنی سيند په نامه يوه سندره تاسو ته خپره کړو. دغه ولسی سندره د يون نان ولايت ولسی سندره ده چې په کې داسی ويل شوی: سپوږمۍ راخيژی چې وړانګی رڼا ځمکو ته ځپليدوي. زه زما ورور يادوم چې په ژوره غره کې کار کوي. تر غره لاندی د کوچنی سيند پاک اوبه بهيږي. قدرمنو دوستانو، د کورنی او بهرنی موسيقې پروګرام دغه کړۍ د دې ارامې سندرې په غږولو سره پای ته ورسيده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای