CRI Online

له ٤ اسيايي او افريقايي هېوادونو څخه د شي جين پينګ ليدنه، کاميابه ليدنه وه

cri     (GMT+08:00) 2010-12-09 16:39:21

د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د نومبر له ١٤ نېټې څخه تر ٢٤ نېټې پورې له سينګاپور، جنوبي افريقا، انګولا او بوسوانا څخه رسمي ليدنې وکړې. د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جای جون وويل، د شي جين پينګ دغه سفر اغېزمن و چې زيات پرمختګونه يې په ترڅ کې تر لاسه کړي دي.

روان کال د چين او سينګاپور ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٢٠ کاليزې او د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د جوړېدو له ١٠ کاليزې سره برابر دی. شي جين پينګ د خپلې ليدنې په وخت کې د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو او پياوړتيا او په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ په اړه د نوموړو ٤ هېوادونو له مشرانو سره د نظريو تبادله وکړه او په هر اړخيزه توګه يې د خپلمنځيو اړيکو د پرمختګ په بهير کې د تر لاسه شويو تجربو او نتيجو په اړه لنډيز جوړ کړی. د ٤ هېوادونو مشرانو څرګنده کړه چې د چين د يووالی او وحدت د چارو ملاتړ کوي او غواړي له چين سره د سترو سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په اړه همکاری وکړي. له انګولا څخه د شي جين پينګ د ليدنې په وخت کې دواړو خواوو هم يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پرېکړه يې وکړه چې د ستراتيژيکی همکاری اړيکې ټينګې کړي.

په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې له ٤ هېوادونو سره د متقابلې همکارۍ پياوړتيا د شي جين پينګ د دغه سفر يوه عمده موخه ده. هغه له سينګاپور څخه د ليدنې په وخت کې د دواړو هېوادونو د اوسنۍ همکاری نظام د بشپړتيا او په پر له پسې توګه د سترو همکاريو پروژو د پلي کېدو په اړه وړانديزونه کړي دي. شي جين پينګ له جنوبي افريقا څخه د ليدنې په وخت کې د دغه هېواد ولسمشر له مرستيال کګالېما مونتلانتي سره يو ځای د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو کميټې څلورمه غونډه جوړه کړه . هغه وويل د چين تصدۍ غواړي د دغو ٢ هېوادونو له تصديو سره د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ ، توليداي چاری ، کانونو، شين رنګ اقتصاد او ماليې په برخو کې همکاری پياوړی کړي.

ښاغلی جای جون وويل اوس نړيواله ټولنه په عمده توګه د چين سوله ييز پرمختګ مني، خو په عين وخت کې د چين د پرمختګ په اړه شکمن کړی. د چين او سينګاپور تر منځ دسياسي اړيکو د ټينګېدو د ٢٠ کاليزې په مېلمستيا کې شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين په خپل هېواد کې د ساينس او همغږی پرمختګ لار موندلی دی او په بهر کې د سولی، ورخلاصون او همکاری پرمختګ کړی دی. هغه د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم د جوړېدو د ١٠ کاليزې د يادونې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه .

ښاغلي جای جون وويل د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په بهير کې کولتوري تبادلې ته ډېره پاملرنه کوي. نوموړو ٤ هېوادونو وويل دوی به له چين سره د خلکو ترمنځ د متقابل تګ راتګ او دوستی د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.

د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ په ١١ ورځو کې د ٤ هېوادونو له ٦ ښارونو څخه ليدنې کړې او په څه د پاسه ٥٠ رسمي فعاليتونو کې يې ګډون درلود. چين او دغو ٤ هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ ، ماليې، ښوونې او کولتور په برخو کې د حکومتونو او تصديو ترمنځ د همکارۍ ١٧ سندونه لاسليک کړي دي. جای جون وويل د ٤ هېوادونو بېلا بېلو برخو د شي جين پينګ د دغې ليدنې ستاينه وکړه. د دوی په اند دغه سفر د متقابل تفاهم او په بېلا بېلو برخو کې د رېښتنی همکارۍ د پياوړتيا لپاره فعال رول لوبولی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای