CRI Online

د چين او ايټاليا د پوهنتونونو د مشرانو فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښوونيزې همکارۍ لپاره نوی ميدان برابر کړی

cri     (GMT+08:00) 2010-12-09 16:46:32

د چين او ايټاليا د پوهنتونونو د مشرانو فورم د ايټاليا د چيني کولتوري کال د يو فعاليت په توګه د نومبر په ٢٦ نېټه په روم کې پرانيستل شو. د چين د ٤٠ پوهنتونونو، پوهنځيو او ښوونيزو سازمانونو استازيو له دې فرصت څخه په استفادی سره د ايټاليا د ښوونيزو سازمانونو له استازيو سره پراخ تماسونه نيولی او متقابلې تبادلې پياوړی کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښوونيزې همکارۍ لپاره نوی ميدان برابر کړی دی.

د چين او ايټاليا ترمنځ ښوونيزه همکاري او تبادله په دې وروستيو کلونو کې ستر پرمختګونه تر لاسه کړي او ورځ په ورځ ستر مقامونه نيولی دی. ياد شوی فورم نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښوونيزې تبادلې د پرمختګ حالت ښوولی ، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او تبادلې د پياوړتيا لپاره د حکومتونو شخصيتونو او اړوندو پوهانو غښتلی غوښتنه څرګنده کړې. د چين د ښوونې او د نړيوالې تبادلې ټولنې سرمنشې مېرمن يانګ منګ وويل

(اواز ١)

چين او ايټاليا ټول لرغونې تاريخ او ځلانده کولتور لري .دواړو هېوادونو په ښوونيزو او کولتوري برخو کې تګ راتګ او تبادلې پياوړې کړی .

په ايټاليا کې د چين لوی سفير دينګ وی په همدې ورځ په دغه فعاليت کې ګډون درلود. هغه وويل دغه فورم ځانګړی اهميت لري.

(اواز ٢)

روان کال د چين او ايټاليا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٠ کاليزې سره برابر دی. د دواړو هېوادونو صدراعظمانو په دې وروستيو ورځو کې د چين د کولتور کال په فعاليت کې ګډون درلود. دغه مهال د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو د مشرانو د فورم جوړېدل ځانګړی رول لري.

د تېر اکتوبر له ٨ نېټې څخه تر ٩ نېټې پورې د چين او ايټاليا حکومتونو په روم کې په ګډه د دواړو هېوادونو د ځوانانو د خوښۍ فعاليت تر سره کړی چې د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د تر ټولو ستر تبادلوی فعاليت په توګه ګڼل کېږي. د چين د منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو ١٣٣ زده کوونکو او د ايټاليا څه د پاسه زره تنه زده کوونکو د هنري نندارو او نندارتونونو له لارې خپلمنځی تفاهم او دوستی پياوړی کړی دی. د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت چارواکي فايلا وويل ښوونيزه تبادله د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستانه اړيکو د پياوړتيا لپاره ډېرې ګټورې دي.

(اواز ٣)

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت د پوهنتونونو په برخه کې له چين سره همکارۍ ته ډېره پاملرنه کوي. موږ هيله لرو چې لازيات چيني زده کوونکي به په ايټاليا کې او په عين وخت کې لازيات ايټاليايي زده کوونکي په چين کې زده کړه وکړي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين د ښوونې او روزنې چارو وزارت د ايټاليا د ښوونې، پوهنتون ،ساينس او ټېکنالوژۍ وزارت سره د پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ ياد داشت او د ښوونيزې همکارۍ د ګډې اعلاميې په ګډون څو موافقه ليکونه لاسليک کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ ښوونيزه تبادله او همکاری د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د سالم پرمختګ لپاره ټينګ بنسټ برابر کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای