CRI Online

د چين او هند ترمنځ کولتوري فيسټيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2010-12-21 18:39:35

٢٠١٠ کال د چين او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کاليزې سره برابر دی. په دې وروستيو ورځو کې د چين او هند ترمنځ کولتوري فيسټيوال په بېجينګ کې تر سره شو چې په کې هندي سندرې او نڅاوې، فلمونه او خوندور خوراکونه ننداری ته وړاندې شوی دی.

(اواز ١)

له اوږدې مودې راهيسې چين او هند ترمنځ لرغونې او دوديزې دوستی ساتل شوی دی .

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د بهرنيو چارو کميټې د مدير مرستيال هان فانګ مينګ د چين او هند ترمنځ په کولتوري فيسټيوال کې د ګډون په وخت کې وويل

(اواز ٢)

کولتوري تبادله ، په تېره بيا د خلکو ترمنځ کولتوري تبادله د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې ستر رول لوبوي. کولتوري تبادله د دواړو خواوو ترمنځ د سياسي متقابل باور د پياوړتيا ، د خپلمنځيو توپيرونو د له منځه وړلو او په سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ لپاره هم ګټوره ده. چين او هند لوی پرمختيايي هېوادونه دي، په کولتوري برخه کې د متقابل تفاهم د پياوړی کېدو له لارې به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستۍ نورې هم ټينګې شي.

ښاغلي هان فانګ مينګ وويل د چين او هند ترمنځ د کولتوري فيسټيوال په ګډون د يو لړ کولتوري فعاليتونو له لارې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم پياوړی کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د همغږۍ پرمختګ لپاره ګټور دی.

د چين او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ٦٠ کاليزې په موده کې دواړو هېوادونو يو لړ تبادلوی فعاليتونه تر سره کړي. تر اوسه پورې د هند د بېلا بېلو کچو حکومتي ارګانونو د چين په ٤٠ ښارونو کې څه د پاسه ٦٠ تبادلوی فعاليتونه تر سره کړي. په چين کې د هند لوی سفير جايشنکر وويل

(اواز ٣)

هند او چين لرغونې تاريخ لري ، د دواړو هېوادونو ترمنځ کولتوري تګ راتګ په پر له پسې توګه پياوړی شوی دی. نن ورځ د چين او هند ترمنځ اړيکی نوی زمانی ته ننوتلی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ لانژدی کېږي.

(اواز ٥)

د چين او هند ترمنځ فيسټيوال ٤ ورځو ته دوام درلود چې په کې د دواړو هېوادونو کولتور، هنر او ډول ډول خوندور خوراکونه ننداری ته وړاندې شوی دی.

د هندي ټولنې او کولتور د څېړنې کارپوه او د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ غړی وانګ شو اينګ وويل د چين او هند خلک د کولتوري تبادلې د پياوړتيا له لارې خپلمنځې تفاهم او دوستۍ ټينګې کړی .

(اواز ٦)

په دې وروستيو کلونو کې د چين او هند ترمنځ کولتوري تبادلی په پر له پسې توګه پرمختګ کړی او د دوی ترمنځ متقابل تفاهم ورځ په ورځ ژور کېږي.

په نړۍ کې د ٢ لويو لرغونو هېوادونو په توګه د چين او هند ترمنځ د کولتوري تبادلې ساحې لاهم ډېرې پراخې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای