٢٠١٠ کال د چين او ايټاليا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٠ کاليزې سره برابر دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاری، کولتوري تبادله او د وګړيو ترمنځ تګ راتګ په روان کال کې پياوړی شوی دی.
(اواز ١)
تر ٢٠١٥ کال پورې به د چين او ايټاليا ترمنځ سوداګريزه اندازه ١٠٠ مليارډ امريکايي ډالرو ته ورسېږي. موږ بايد ددې هدف د تر سره کولو لپاره کوښښ وکړو.
ګرانو اورېدونکو، د روان کال د اکتوبر په ٧ نېټه په روم کې د چين صدراعظم ون جيا باو او د ايټاليا صدراعظم سيلويو برلوسکوني په راتلونکی کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ نوې موخې اعلان کړی. د يوې نا بشپړی شمېرنې له مخې، که څه هم تر اوسه پورې ٢٠١٠ کال نه دی تېر شوی، خو په ٢٠٠٤ کال کې له ايټاليا څخه د صدراعظم ون جيا باو د ليدنې په وخت کې د دواړو هېوادونو له خوا ټاکل شوی سوداګريزه موخه پوره شوی ده. د روان کال په اکتوبر کې صدراعظم ون جيا باو له ايټاليا څخه د ليدنې په وخت کې وويل
(اواز ٢)
په ٢٠٠٤ کال کې مې د لومړی ځل لپاره له ايټاليا څخه ليدنه کړې وه. هغه مهال د چين او ايټاليا ترمنځ سوداګريزه اندازه ١٠ مليارډ امريکايي ډالره وه. ما له صدراعظم برلوسکوني سره پر دې موافقه وکړه چې تر ٢٠١٠ کال پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه اندازه ٤٠ مليارډ امريکايي ډالرو ته ورسېږي. اوس دغه موخه پوره شوی ده.
اوس ايټاليا په اروپايي ټولنې کې د چين پنځم لوی سوداګريز همکار هېواد دی او د تخنيکونو د وارداتو درېيم لوی هېواد دی. په چين کې د ايټاليا د پانګونو عمومي ارزښت ٥ مليارډ امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. خو له عمومي حالاتو سره سم په ايټاليا کې د چين د پانګونو انډول زيات نه دی، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزی همکارۍ پټ توان ستر دی. د دواړو هېوادونو صدراعظمانو د خپلمنځی سوداګرۍ پرمختګ پوره باور لري.
د تېر می په پای کې د ايټاليا د کارګرانو او د ټولنې د تګلارو وزير موريزيو سکوني د سوداګريزو فرصتونو د لټولو لپاره د ٦٠٠ تنه ايټالوی تصديو خاوندانو له خوا د يوې ډلې په مشرۍ چين ته سفر وکړ .
(اواز ٣)
دا لومړی ځل دی چې ايټاليا نه يوازی د چين په ساحلي سيمو ، بلکې په لوېديځو سيمو کې هم پانګې اچولی .
د تېر نومبر په ٨ نېټه د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ وزارت او د ايټاليا د عامه ادارې او نوي والي وزارت له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي والي فورم په روم کې پرانيستل شو. د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ وزير وان ګانګ وويل د چين او ايټاليا ترمنځ د ساينس او ټېکنالوژۍ همکاری ښه تاريخی بنسټ لري. د ٢٠٠٩ کال تر پايه پورې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د ساينس او ټېکنالوژۍ د همکارۍ په اړه د موافقه ليکونو شمېر ٤٠ ته رسېدلی و.
ون جيا باو د چين د کولتوري کال د فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چين او ايټاليا د ختيځ او لوېديځ ٢ لوی کولتوري هېوادونه دي. دواړه هېوادونه د رنګا رنګ نړيوالو کولتورونو د ساتلو دنده لري چې بايد خپلمنځی کولتوري تبادله او همکاری پياوړې کړي.
(اواز ٤)
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د يوې ايټالوی نجلۍ له خوا ويل شوی سندره واورېده چې نوم يې و د ورېښمو لرغونی لار. د کولتوري کال په ګډون د يو لړ فعاليتونو له لارې د چين او ايټاليا ترمنځ دوديزه دوستی او متقابل تفاهم پياوړی شوی دی.
د ايټاليا په زيات شمېر پوهنتونونو کې د چيني ژبې لوست د زده کوونکو تود هرکلی تر لاسه کړی دی. د کنفسيوس انسټيټوټ په دغه هېواد کې هم په چټک ډول پرمختګ کړی چې له ٢٠٠٦ کال څخه د ٢٠٠٩ کال تر دسمبر پورې په ايټاليا کې د کنفسيوس ٩ انسټيټوټونه جوړ شوي دي.
په راتلونکی کال کې به د چين او ايټاليا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه اندازه ١٠٠ مليارډ امريکايي ډالرو ته ورسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کولتوري تبادله به د چين د کولتوري کال د فعاليت له لارې نوره هم پياوړی شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |